مصطفى بدرالدين خاورو ته وسپارل شو

Image caption د مصطفى بدرالدين په جنازې کې زرگونه کسانو برخه درلودله

زرگونه کسانو د حزب الله د يوه جيگپوړي پوځي قوماندان مصطفى بدرالدين په جنازې کې برخه اخيستې.

حزب الله نن اعلان وکړ چې مصطفى بدرالدين سوريه کې وژل شوى و.

حزب الله د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره زرگونه وسلوال سوريې ته لېږلي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption قوماندان بدرالدين له ٢٠٠١١ کال نه په سوريې کې د حزب الله د پوځي چارو مسول و.

په ٢٠١٥ کال کې امريکا ويلي و بدرالدين ٢٠١١ کال نه راپدېخوا سوريه کې د حزب الله د پوځي چارو مشري کوله.

هغه دغه راز په ٢٠٠٥ کال کې د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري په وژنې کې په لاس لرلو تورن و.

د بيروت په جنوب کې د نوموړي جنازې کې ځينو د هغۀ د وژنې پړه پر اسرايلو واچوله. دغه راز د لبنان په پارلمان کې د حزب الله يوۀ غړي هم اسرايل په دې وژنه تورن کړي، خو خپله حزب الله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

حزب الله وايي ډېر زر به د مصطفى بدرالدين د وژنې په تړاو بشپړ راپور خپور کړي.