امنیت شورا د 'بوکو حرام' او 'داعش' پر اړیکو اندېښنه ښودلې

Image caption ''بوکو حرام'' تېر کال له ''اسلامي دولت'' (مخکینۍ داعش) ډلې سره بیعت وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ''بوکو حرام'' اورپکې ډلې او ''اسلامي دولت'' ترمنځ د پراخو اړیکو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امنیت شورا پنځلسو غړو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ''بوکو حرام'' اورپکې ډله د تېر په څېر په لوېدیځه او مرکزي افریقا کې سولې او ټیکاو ته ګواښ پېښوي.

''بوکو حرام'' تېر کال له ''اسلامي دولت'' (مخکینۍ داعش) ډلې سره بیعت وکړ.

''بوکو حرام'' په ۲۰۰۲ کال کې له لوېدیځپالنې سره د مبارزې او په نایجریا کې د لوېدیځ د نفوذ د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه، دوی ظاهراً د ''اسلامي حکومت'' جوړولو او ددغه هېواد او د څنګلورو هېوادونو په مسلمان مېشتو سیمو کې د شرعیت پلي کولو لپاره مبارزه کوي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، په لیبیا کې له ''داعش'' سره د ''بوکو حرام'' ځواکونو د یوځای کېدو رپوټونه ورکړل شوي.

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نایجریا د ولسمشر محمد بوهاري په منځګړیتوب د مشرتابه جوړېدو هرکلی کړی.

Image caption نایجریا د سیمې د هېوادونو د مشرانو کوربه دی چې د سخت دریځۍ پروړاندې د مبارزې لارې چټکې کړي

په پام کې ده، چې په دې ناسته کې به مشران له سخت دریځۍ سره د مبارزې پروړاندې هڅې ډېرې کړي. د سیمې د هېوادونو مشرانو او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم په دې ناسته کې ګډون کړی.

د بنین، کامیرون، چاډ او نیجر ولسمشرانو هم د ابوجا په ناسته کې د ګډون کولو ژمنه کړې ده.

د نایجریا په شمال ختیځ کې د ''بوکو حرام'' او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې - چې ګاونډی چاډ یې هم نارامه کړی – لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډېر نور بې ځایه شوي دي.

Image caption ''بوکو حرام'' په ۲۰۰۲ کال کې له لوېدیځپالنې سره د مبارزې او په نایجریا کې د لوېدیځ د نفوذ د مخنیوي په موخه رامنځ ته شوه
Image caption دوی ظاهراً د ''اسلامي حکومت'' جوړولو او په بوکو حرام هېواد او د څنګلورو هېوادونو په مسلمان مېشتو سیمو کې د شرعیت پلي کولو لپاره مبارزه کوي.

بوکو حرام تر ډېره پر ملکي او پوځي هدفونو بریدونه کوي.

ورته مطالب