ډان: تورخم کې پاکستان ولې کټارې لګولې؟

Image caption د پاکستان د پوځ وياند ويلي د افغان سفير او د پاکستان د پوځ مشر ترمنځ په کتنه کې د دۀ په وينا د پولې د مديريت پر چارو خبرې وشوې.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د پوځ وياند عاصم باجوا په وينا ليکلي په اسلام آباد کې افغان سفير عمر زاخيلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره وکتل چې د تورخم د لارې بندېدو ستونزه هواره کړي.

ورځپاڼه وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ ترينگلتيا ډېره شوه او پر ډېورند کرښې په تورخم کې دواړو غاړو ټانکونه او پوځي گاډي ځاى پر ځاى کړل، او وروسته له هغه چې مرکچې ډلې څه پايلې ته ونه رسېدې نو نورو سرتيرو ته هم سيمې ته د ور تلو لارښوونه وشوه.

د پاکستان د پوځ وياند ويلي د افغان سفير او د پاکستان د پوځ مشر ترمنځ په کتنه کې د دۀ په وينا د پولې د مديريت پر چارو خبرې وشوې.

ورځپاڼه وايي پاکستان په تورخم کې د ډيورند کرښې په ځينو زيانمنونکو سيمو کې د کټارو لگولو تابيا کړې وه چې د خلکو د ناقانونه او پټ اوښتو را اوښتو مخنيوى وشي خو افغان غاړې په رسمي ډول په دې تړاو پاکستان ته احتجاج وکړ.

د افغانستان په روانې وضعې کې د پاکستان رول:

د ډان ننۍ گڼې يو بل سرليک وايي په امريکا کې د پاکستان سفير هغې له نيوکو ډکې سرمقالې له امله نيويارک ټايمز ټرټلى چې په افغانستان کې يې د روان حالت مسوول پاکستان بللى و.

ورځپاڼه وايي جليل عباس جيلاني د نيويارک ټايمز د هغې ليکنې منځپانگه رد کړه چې د مې پر ١٢ يې خپره کړې وه، او ويلي و پاکستان په افغانستان کې د گډوډيو پړه په غاړه لري. په ليکنه کې راغلي و چې پاکستان د افغانستان او امريکا دوه مخى او خطرناک متحد دى.

ښاغلي جيلاني د نيويارک ټايمز په ځواب کې ويلي په افغانستان کې روان حالت د نړېوالې ټولنې د ناکامۍ يا پاتې راتلنې له امله دى. په امريکا کې د پاکستان سفير ويلي په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان په گټه نه ده او تل يې افغانستان لپاره سوله او سوکالي غوښتې ده. ښاغلي جيلاني ويلي د کاسا ١٠٠٠ پروژه به افغانستان او پاکستان لا سره نژدې کړي خو په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد سولې ته فرصت ورکول شي.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق SATISH

د دغې ورځپاڼې يو سرليک وايي "هغه مېرمن چې د هندو ترهگرۍ څېره بلل شوې له بنده آزادېږي."

ورځپاڼه وايي د هند ملي پلټنو ادارې پر يوې هندو فعالې د ترهگرۍ لگېدلي تورونه لېرې کړي دي. پر پرېگيا سنگهه او دريو نورو کسانو تور لگېدلى و چې په ٢٠٠٨ م کال، د مهاراشترا ايالت په لوېديځ شوې يوې بم چاودنې کې لاس درلود.

له دغې ښځې چې ځان سپېڅلې هندو ميرمن ښيي د ترهگرۍ تورونه د ثبوتونو د نشتوالي له امله لېرې کړل شوي.

په دغه بريد کې ٦تنه وژل شوي او ١٠٠ تنه نور ټپيان شوي و. د آغلې سنگهه نېونه ناندريزه وه، ځکه په لومړي ځل يو هندو په ترهگرۍ تورن شوى و. هندو مذهبې ډلې د هغه مهال پر واکمن گانگرس گوند تور لگاوه چې د دوى د ټولنې نوم يې بد کړى.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Reuters

د نيويارک ټايمز د ننۍ گڼې سرليک وايي چې جمهوريپال گوند د ډونالد ټرمپ ملاتړ ته ورگرځي.

ورځپاڼه وايي د ښاغلي ټرمپ مخالفينو د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال نوموړى لېونى، درغل او د سرطان ناروغي وباله خو له هغې اوونۍ راهيسې چې نوموړى د جمهوريپال گوند د فرضي نوماند په توگه را څرگند شو په وړاندې يې د گوندي مخالفيونو دريځونه پوست شوي دي.

ولسمشريز تاريخپوه ډوگلاس برينکلي نيويارک ټايمز ته ويلي د جمهوريپال گوند غړي غواړي د ټولټاکنو ولاندې پر يوۀ نوماند سره را غونډ شي.

ورته مطالب