داعش بغداد کې د ګازو پر يوه فابريکه ځانمرګی بريد کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption "اسلامي دولت" نومې ډلې د دغې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده

عراقي چارواکي وايي، پلازمېنې بغداد ته څېرمه د ګازو له يوې فابريکې سره نژدې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د چارواکو په وینا پېښه د بغداد شمال په تاجي سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې درې موټر بمونه د فابريکې دروازې مخې ته وچاودېدل.

له دغو چاودنو وروسته، شپږ بريدګر چې د چاودېدونکو توکو واسکټونه يې اغوستې وو، فابريکې ته ننوتل او هلته له امنیتي ساتونکو سره ونښتل.

د چارواکو په وينا په وژل شويو کسانو د ګازو د فابريکې کارکوونکي او امنیتي ساتونکي شامل دي.

د عراقي پوځ يوه وياند د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، بريدګرو د ګازو دريو زېرمو ته اور اچولی او له منځه يې وړې دي، خو په وينا يې حالت اوس تر کابو لاندې دی.

"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د بي بي سي لپاره د منځني ختيځ د چارو کارپوه سبسټين اشر وايي، "اسلامی دولت" نومې ډلې ته په عراق او سوريه کې ډېر زيان اوښتی دی، خو له بغداد سره نژدې له برید څخه داسې ښکاري چې دغه ډله اوس هم يو ګواښ دی.

"اسلامي دولت" نومې ډله د عراق شمال او لوېديځ کې يو شمېر برخې تر ولکې لاندې لري او په وروستيو کې يې په بغداد کې يو شمېر بريدونه ترسره کړي دي.

روان کال په عراق کې تر ټولو لوی بريد، تېره اوونۍ ترسره شو، چې شاوخوا ۹۳ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته مطالب