ایټالیا کې د نفوسو کمېدو مخنیوي اقدامات

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ۲۰۱۵ کال کې په ایټالیا کې ۴۸۸ زره ماشومان زیږدلی چې دا ۱۸۶۱ کال راهیسې په یو کال کې د زیږیدولو ماشومانو تر ټولو کم شمېر دی

د ایټالیا د روغتیا وزیره بیټریس لورینزین د ماشومانو لپاره امتیازات دوه برابر ډېر کړي څو په دې توګه په هېواد کې د نفوسو د کمیدو مخنیوي وکړي.

نوموړې ویلي چې د هغو کورنیو ماشومانو ته به د میاشتې د ۸۰ یورو پر ځای ۱۶۰ یورو ورکول کېږي چې عواید لږ وي. آغلې لورینزین ویلي چې د کورنیو د هڅونې لپاره چې ډېر ماشومان وزیږوي هغوی ته لوړ امتیازات ورکول کېږي. په ۲۰۱۵ کال کې په ایټالیا کې ۴۸۸ زره ماشومان زیږدلی چې دا ۱۸۶۱ کال راهیسې په یو کال کې د زیږیدولو ماشومانو تر ټولو کم شمېر دی.

له یوې ایټالوي ورځپاڼې سره د خبرو پرمهال آغلې لورینزین وویل که د نویو ماشومانو د زیږیدولو ګراف همداسې پاتې شي نو د لسو کلونو په موده کې به هر کال له ۳۵۰ زرو نه لږ ماشومان زیږیږي.

د ایټالیا د روغتیا وزیره وايي په تېرو پنځو کلونو کې هر کال له ټاکلي حد نه ۶۶ زره کم ماشومان په ایټالیا کې زیږیدلي دي. خو داسې هم نه ده چې ټولو ماشومانو ته به دغه نغدې پیسې ورکول کېږي، دغه ۱۶۰ یورو د هغو ماشومانو میندو او پلرونو ته ورکول کېږي چې ماشومان یې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نیولې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې زیږیدلي وي یا زیږیږي.

بله دا چې دا پیسې به ماشومانو ته د دوی تر درې کلنۍ پورې ورکول کېږي.

اوس د روغتیا وزیره هڅه کوي چې دغه قانون بدل شي او ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له دریو کلونو کم دي هم پیسې ورکړل شي.

دا به په دې مانا وي چې د شپږو کلونو په موده کې ایټالیا ۲ اعشاریه دوه ملیارده اضافي یورو په دې برخه کې ولګوي چې کېدای شي د اروپايي ټولنې له فشار سره مخامخ شي ځکه چې ایټالیا باید خپل پورونه ورکړي.