هند د وچکالۍ مخنیوي لپاره د سیندونو بهیر لارې بدلوي

د انځور حقوق AP
Image caption هند کې دا مهال ۳۳۰ میلیونه کسان له وچکالۍ سره مخامخ دي

د هندوستان یوې وزیرې بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د دغه هېواد حکومت د سختې وچکالي مخنیوي لپاره د سیندونو تګلارې بدلوي.

د اوبو زېرمو وزیره اوما بهارتي وايي، د حکومت لومړیتوب اوس دا دی، چې د برهم پترا او ګنګا په څېر سیندونو تګلاره هغو سیمو ته کږه کړي، چې وچکالۍ ځپلې دي.

هند کې دا مهال ۳۳۰ میلیونه کسان له وچکالۍ سره مخامخ دي.

دغه وچکالي داسې مهال د هند په لر او بر کې رامنځته شوې، چې دغه هېواد کې تودوخه ډېره شوې او د سانتي ګراد په حساب یې کچه ۴۰ درجو ته رسیږي.

د چاپیریال خوندیتوب فعالان له دې پرېکړې سره مخالفت کوي او وايي دې سره به طبیعي ناورینونه رامنځته شي، خو د هند سترې محکمې د پرېکړې پلي کولو امر کړی. مېرمن بهارتی وايي: ''د سیندونو تر منځ تړاو رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی او موږ د دې لپاره د خلکو ملاتړ له ځان سره لرو، چې ژر تر ژره دغه چاره وکړو.''

د نوموړې په وینا ۱۹۴۷ کال کې د هند له خپلواکۍ وروسته د سیندونو تر منځ د اوبو یو ځای کولو لپاره د تړاو رامنځته کولو پروژه د خپل ډول لومړۍ هغه ده. هغه وايي د دې تر څنګ له نورو لارو هم د کرکېلې لپاره د اوبو رسولو پر پروژو کار روان دی او وايي دا اوږدمهاله پروژه ده.

Image caption د سیندونو تر منځ تړاو رامنځته کول زموږ لومړیتوب دی او موږ د دې لپاره د خلکو ملاتړ له ځان سره لرو اوما بهارتي

معترضان وايي، دغه پروژه له مالي، ټولنیز او د چاپیریال خوندیتوب له پلوه د پلي کېدو وړ نه ده.

دوی دغه راز پر حکومت تور پورې کوي، چې له مناسبې څېړنې پرته یې پروژې ته د پلي کېدو اجازه ورکړې ده.

د سویلي اسیا خلکو، سیندونو او اوبو زېرمو شبکې هیمانشو ټاکور وايي: ''په راتلونکي کې د سیندونو بهیر په اړه هېڅ ډول معلومات نه شته او له همدې کبله دغه چاره نوره هم ناشونې ښکاري.''

خو حکومتي چارواکي وايي دې سره به ۳۵۰۰۰ هیکتاره ځمکه خړوبه شي او ۳۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا به تولید شي.

د مېرمن بهارتي بهارتیه جنتا ګوند ( بي جي پي ) ۱۹۹۰ کلونو کې د دغې پروژې لپاره کمپاین کاوه، خو دوی کانګریس ګوند ته ټاکنې بایلودې او کانګریس ګوند په دې اړه ډېره لیوالتیا و نه ښوده.