له بریتانیا سره د اړیکو په اړه د ډونالډ ټرمپ خبرداری

د انځور حقوق Reuters
Image caption یوه مرکه کې ډونالډ ټرمپ ویلي ښايي له ډېوېډ کامېرون سره یې اړیکي ډېر تاوده و نه اوسي

د امریکا متحدو ایالتونو کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند له لوري ولسمشرۍ ته ممکنه کاندید ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې ښايي له بریتانیا سره یې اړیکي ښه نه وي.

یوه مرکه کې نوموړي ویلي ښايي له ډېوېډ کامېرون سره یې اړیکي ډېر تاوده و نه اوسي.

ډونالډ ټرمپ ویلي دی د مسلمانانو خلاف نه دی، خو وايي د ' د ترهګرۍ ' خلاف دی.

هغه د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون د څرګندونو ځواب کې دغه خبرې کړې. د مسلمانانو په اړه د نوموړي له څرګندونو وروسته لومړي وزیر ډېوډ کامېرون هغه ناپوه، وېشونکی او ناسم بللی و.

ډونالډ ټرمپ د ای ټي وي ( ګډ مارننګ بریټن ) نومې خپرونې سره دمرکې پر مهال ویلي، د ده په خبره د لندن ښاروال صادق خان ډېرې ناسمې خبرې به یاد ساتي. د کامېرون د خبرو په اړه نوموړي ویلي:

'' څوک پوهیږي، خو داسې معلومیږي، چې ښايي زموږ اړیکي به ښه نه وي. موږ غواړو هغوی سره مو اړیکي ښه وي، خو داسې ښکاري، دوی د مسایلو حل کولو ته چمتو نه دي.''

صادق خان نوموړی ' کم علمه ' بللی و.

ډونالډ ټرمپ واي:

'' زه ځوریدلی یم، دوی ما نه پېژني، هغه ډېرې ناوړه څرګندونې وې. ''

Image caption د ډونالډ ټرمپ له کم علمۍ ډکې څرګندونې، دواړه هېوادونه د لږ خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کولای شي صادق خان

هغه زیاته کړه:

'' فکر کوم د دوی دغه ډول څرګندونې د دوی کم علمي ثابتوي. ''

صادق خان د ډونالډ ټرمپ له لوري هغه وړاندیز رد کړی و، چې د امریکا متحدو ایالتونو ته به د مسلمانانو پر ورتګ له ممکنه بندیز وروسته هم صادق خان کولای شي دغه هېواد ته ورشي.

صادق خان په دې اړه ویلي و:

''دا یوازې په ما پورې اړه نه لري، بلکې دا زما خپلوانو، دوستانو او د نړۍ هغو ټولو خلکو په اړه دی، چې شالید یې ما ته ورته دی.''

صادق خان دا هم ویلي و، امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند ډونالډ ټرمپ هغه له کم علمۍ ډکې څرګندونې، چې د اسلام په اړه دي، کولای شي زموږ دواړو هېوادونو خوندیتوب ته ګواښ پېښ کړي.