ملګري ملتونه: د کډوالو بېرته ستنول به 'ګټه' و نه کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هغو کسانو شمېر، چې د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو کې یې ۲۰۱۵ کال اوږدو کې د پناه غوښتنه کړې ۱۲۵۵۶۰۰ کسانو ته رسیږي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر وايي، باید د کډوالو بحران ته پام وشي او وايي د کډوالو په بېرته ستنولو سره به دغه ستونزه (هواره ) نه شي.

فیلیپو ګراندي بي بي سي ته وویل، ډېر هېوادونه باید د مېشتولو او مالي مرستو له لارې له هغو ( لږ ) هېوادونو سره باید مرسته وکړي، چې وايي دغه بار یې پر اوږو دی.

د نوموړي په وینا تېر کال له ۲۰ میلیونه کډوالو نه ایله یوه سلنه یې په نورو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي دي. د کړکېچونو او سختو حالاتو له کبله د بل هر کله پر تله ډېر خلک له خپلو مېنو تښتي.

ګراندي له بي بي سي سره د ( بې ساري خوځښتونه زموږ نړۍ ته څنګه بڼه ورکوي ) په نوم په ژوندۍ بڼه د خپرونو یوې ورځې په مناسبت بي بي سي سره خبرې کولې.

د بي بي سي دغه خپرونې زموږ پر نړۍ د کډوالۍ ستونزو اغیزو په اړه دي. په دغه مناسبت د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ځانګړې استازې انجلینا جولي او دغه راز د بریتانوي څارګرې ادارې پخواني مشر په ګډون بېلو شخصیتونو د مالي او بشري مرستو او اقتصادي ودې په ګډون پر مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې، چې دې لړ کې وايي مرسته کولای شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption . د یورو سټیټ په وینا پناه غوښتونکو کې ډېر شمېر د سوریایانو، عراقیانو او افغانانو دی، چې وايي دریېمه برخه یې جرمني ته ځي.

ښاغلی ګراندي چې د سږ کال جنورۍ کې پر دغه دنده ګومارل شوی وايي، دغه حقیقت چې د سوریې کډوال ختیځې اسیا او کارایبین هېوادونو ته رسیدلي دا ښيي، چې موضوع نړیواله ده او باید په اړه یې غبرګون هم نړیوال وي. نوموړی وايي: '' دا موضوع باید نوره خپره شي، نور ګډون باید وشي او که نه نا انډولي به ډېره شي او پایله به یې سخت غبرګونونه وي، رد کیده به وي او د لارو ګودرو تړل کېدل به وي او په پای کې به موږ و نه توانیږو، چې له کډوالو سره مرسته وکړو. ''

د هغو کسانو شمېر، چې د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو کې یې ۲۰۱۵ کال اوږدو کې د پناه غوښتنه کړې ۱۲۵۵۶۰۰ کسانو ته رسیږي، چې دغه شمېر د وړم کال پرتله دوه برابره دی.

د اروپايي اتحادیې د احصایې اړوند ادارې یورو سټیټ په وینا پناه غوښتونکو کې ډېر شمېر د سوریایانو، عراقیانو او افغانانو دی، چې وايي دریېمه برخه یې جرمني ته ځي.

د روان کال اوږدو کې له هغه وروسته، چې د یونان او مقدونیا تر منځ د پولې پر سر د تګ راتګ ځای تړل شوی او د ترکیې او اروپايي اتحادیې تر منځ د یوې هوکړې نښې نښانې څرګندې شوې، د کډوالو تګ راتګ کې څرګند لږوالی لیدل شوی.

د هوکړې له مخې هغه کډوال چې د مارچ میاشتې له ۲۰ وروسته ترکیې ته رسیدلي او د پناه غوښتنه یې نه ده کړې او یا رد شوې، بېرته ترکیې ته استول کېږي.

دغه ډول د هر هغه سوري کډوال بدل کې، چې ترکیې ته استول کېږي، د اروپايي اتحادیې لخوا یو بل داسې سوري کډوال منل کېږي، چې درخواست یې د منلو وي.