د مصرۍ بې درکه شوې الوتکې پاتې شوني موندل شوي

Image caption فرانسوا اولاند تایید کړې، چې د پاریس او قاهرې تر منځ د مصري هوايي شرکت بې درکه شوې الوتکه له پېښې سره مخامخه شوې

د مصر هوايي چلند چارواکو تایید کړې، چې د دغه هېواد بې درکه شوې ایر بس اې ۳۲۰ ډوله الوتکې پاتې شوني د یونان کارپاتوس په سویل کې موندل شوي دي.

دغه ایم ۸۰۴ شمېر الوتنه له پاریس نه قاهرې ته له ۶۶ سپرلیو او عملې سره پر لاره وه، چې شپې مهال بې درکه شوه.

چارواکي وايي داسې غالب ګومان کېږي، چې الوتکه د تخنیکي خرابۍ پر ځای د کومې ترهګریزې کړنې پایله کې نسکوره شوې ده.

د مصر مرستیال ولسمشر احمد عادل سي این این خبري شبکې ته ویلي، چې د ژغورنې فعالیتونو اوس د لټون او موندلو په پر هغو اوښتي دي.

دغه الوتکه له راډار نه له ورکیدو له مهاله لس دقیقې وروسته باید مصر کې هوايي ډګر ته رسیدلې وای.

د مصر هوايي شرکت د الوتکې سپرلیو پېژندګلوۍ په اړه معلومات خپاره کړي، چې وايي ۳۰ مصریان، ۱۵ فرانسویان، دوه عراقیان او د بریتانیا، سعودي عربستان، چاډ، سوډان الجزایر، کاناډا او کویت یو، یو اوسېدونکی دغه الوتکه کې موجود و.

له دې مخکې د یونان دفاع وزیر ویلي و، د مصر هوايي شرکت هغه الوتکه چې له پاریس نه قاهرې ته پر لاره بې درکه شوه، دوه ځله یې څرګند چورلکونه خوړلي دي.

د پانوس کامینوس په وینا ۳۲۰ ایربس ډوله الوتکه د راډار له مخه له ورکیدو مخکې یو ځل کیڼ لور ته ۹۰ درجې وچورلیده او بیا وروسته ۳۲۰ درجې ښي لور ته وګرځیده، چې وايي وروسته ۶۷۰۰ متره لاندې لاړه.

الوتکه کې ۶۶ کسان ناست وو، چې ډېری یې د فرانسې او یا مصر اوسیدونکوي وو.

د یونان کارپاتهوس ټاپو سویل کې د الوتکې موندلو لپاره پراخه سیمه کې لټون روان دی.

مصري او یوناني پوځیان د لټون چارې کوي او فرانسې د کوچنیو کښتیو او الوتکو لیږلو وړاندیز کړی دی.

الوتکه کې له ناستو کسانو نه ۵۶ یې سپرلۍ اووه د علمې کسان او درې امنیتي کسان وو. یو برتانوی هم د دغې الوتکې کسانو کې شامل دی.

له دې مخکې د مصر هوايي چلند شرکت ویلي و، یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې له پاریس نه قاهرې ته روانه وه، د رادار له پوښښ نه ورکه شوې ده.

یاد شرکت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په الوتکه کې ۶۶ کسان سپاره وو.

الوتکه د مدیترانې سمندر پر سر شاوخوا ۳۷۰۰۰ فوټه لوړه له رادار نه ورکه شوې ده.

یوه چارواکي ویلي، له رادار سره د MS804 الوتکې اړیکه د قاهرې پر وخت ۲ بجې او ۴۵ دقیقې غوڅه شوه.

د مصر هوايي چلند شرکت وايي، الوتکه په ۲۰۰۳ کال کې جوړه شوې ده.

سرچینه وايي، د الوتکې په سپرو کې یو ماشوم او دوه تي رودونکي کوچني ماشومان او ۳ امنیتي کسان وو، خو ټول ټال سپاره ۶۶ کسان وو.

له یوناني چارواکو سره د الوتکې د موندلو په تړاو د همغږۍ عملیات پیل شوي دي.

په تېره مارچ میاشت کې، د مصر هوايي چلند یوه الوکته قبرص ته وتښتول شوه. تښتوونکی وروسته ونیول شو او ټول مسافر خوشي کړل شول.

او په تېره اکتوبر میاشت کې، یوه رسوسي مسافر وړونکې الوتکه د مصر له شرم الشیخ نه د سیناء ټاپو پر سر د الوتنې پرمهال ولوېده، چې ټول ۲۲۴ سپاره کسان پکې ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

وروسته په مسکو کې چارواکو وویل، الوتکه د چاودېدونکو توکو د چاودلو له کبله لوېدلې ده.

د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې جنګیالیو وویل، دوی په الوتکه کې بم ځای پرځای کړی و.

د ۱۹۹۹کال پېښه

د انځور حقوق AP
Image caption د قاهرې پر هوايي ډګر د مسافرو د کورنیو د خبرولو لپاره بېړنۍ غرفه جوړه کړې ده

په ۱۹۹۹ کال د مصر هوايي چلند یوه الوتکه ماساچوسټس ټاپو ته څېرمه اتلانتیک سمندر کې ولوېده، چې پکې سپاره ۲۱۷ کسان ووژل شول.

د امریکا څېړونکو ومونده چې مرستیال پیلوټ (خپلسری پیلوټ) ګل کړی چې همدا د بوینګ ۶۷۶ الوتکې د لوېدو لامل شوی. خو مصري چارواکو دا نه منله چې ګني د الوتکې په لوېدو کې دې ځانمرګی ونډه ولري، بلکې ویل یې چې د ماشین د تخنیکي ستونزې له کبله الوتکه لوېدلې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېره مارچ میاشت کې، د مصر هوايي چلند یوه الوکته قبرص ته وتښتول شوه.
د انځور حقوق EPA
Image caption تښتوونکی وروسته ونیول شو او ټول مسافر خوشي کړل شول.
د انځور حقوق AFP
Image caption پاریس کې د چالز دي ګال هوايي ډګر چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي

ورته مطالب