د مصر پوځ: د نسکورې شوې الوتکې ټوټې وموندل شوې

د انځور حقوق

د مصر پوځ ویلي، د مصر هوایي شرکت ورکې شوې ایرباس الوتکې ټوټې د اسکندریه ښار د شمال په ۲۹۰ کیلومترۍ کې موندل شوي دي.

ددې راپور له مخې، د پلټنو ډلې په دغه سیمه کې د مسافرینو اړوند ځینې شیان هم پیدا کړي او د الوتکې د تور بکس د موندلو هڅې روانې دي.

د درېیو فرانسوي څېړونکو او د ایربس شرکت یوه تخنیکي کارپوه په ګډون درې کسیزه ډله د ایجپټ ایر هوایي شرکت اړوند ورکې شوې الوتکې په تړاو د څېړنو لپاره نن سهار (جمعه مې ۲۰مه) د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلې ده.

تېره ورځ (پنجشنبه مې ۱۹مه) د ایم ایس – ۸۰۴ نمبر الوتنه له ۶۶ مسافرو او خدمې سره له پاریس نه قاهرې ته روانه وه چې د مصر هوایي حریم دننه ۱۶ کیلومترۍ کې د رادار له پردې ورکه شوه.

ددې هوایي سانحې د قربانیانو د کورنۍ غړي د وروستیو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د قاهرې هوایي ډګر کې راټول شوي دي.

د بي بي سي د خبریال په وینا، مصري چارواکي د الوتکې د نسکورېدو لامل په اړه د ځواب ورکولو لپاره تر فشار لاندې دي.

بلخوا فرانسوي چارواکو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي چې ایا دې الوتکې خو به د پاریس هوایي ډګر کې د امنیتي ترتیبانو د نقض کېدو له امله نه وي.

له پاریس نه قاهرې ته الوتنه څه دپاسه ۴ ساعته وخته نیسي او ټاکل شوې وه چې دا الوتکه تر نسکورېدو وړاندې ۲۰ دقیقې یا هم نیم ساعت وړاندې د قاهرې هوایي ډګر کې پر ځمکه کیني.

د انځور حقوق Getty
Image caption ددې هوایي پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي وروستیو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د قاهرې هوایي ډګر کې راټول شوي دي.

د تېر ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې یوه روسۍ الوتکه چې ۲۲۴ مسافر یې درلودل له قاهرې هوایي ډګر نه تر پورته کېدو لږه شېبه وروسته روسیې ته بېرته ګرځېده چې نسکوره شوه. وروسته مصري او روسي چارواکو تایید کړه چې ددې الوتکې د سقوط علت د ماین انفجار و چې اسلامپالو اورپکو په الوتکه کې ځای پرځای کړی و.

همداراز د روان کال په مارچ میاشت کې د مصر یوه مسافر وړونکې الوتکه له ۵۴ مسافرو او شپږ خدمې سره له اسکندریې د قاهرې پر لور روانه وه چې وتښتول شوه او قبرس کې ښکته شوه. وروسته تښتوونکي کس چې شخصي انګیزه یې لرله، ځان پولیسو ته وسپاره او مصر ته بېرته وګرځول شو.