پاکستان د افغان حکومت او اسلامي حزب ممکنه هوکړې هرکلی کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان تل بې له کوم توپیره د هرډول وسلوالو ډلو پرضد عملیات کړي د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا

پاکستان وايي، دغه هېواد په افغانستان کې د هرهغه ګام چې د سولې لپاره اخیستل کېږي هرکلی کوي.

دا څرګندونې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا نن پنجشنبه په اسلام اباد کې په اونیزې خبري ناسته کې کړې.

پاکستان د افغان دولت او اسلامي حزب ترمنځ د تړون هرکلی داسې وخت کې کوي، چې خپله تېره ورځ د افغانستان د سولې بهیر په هکله د څلورهېوادیزې غونډې کوربه و او له کومې پايلې پرته يې د کوربه توب دا غونډه پای ته ورسېده.

تردې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا پرون چارشنبه بي بي سي ته تایید کړې وه چې د افغانستان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک مسودې ته وروستۍ بڼه ورکړله شوې او ددغه ګوند پلاوي ته یې سپارلی چې خپل مشر ګلبدین حکمتیار ته یې واستوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري ناسته کې د افغانستان د سولې بهیر په هکله د پرونۍ څلورهېوادیزې پنځمې غونډې په هکله وویل، 'ټول لوري یوه خوله دي چې سولې ته به فرصت ورکړل کېږي ځکه چې بې له سولې يې بله کومه لاره نه شته.'

د وزارت په خبره د زور او ټوپک له لارې نه تراوسه پورې هلته ثبات راغلی او نه راتلی شي. ویاند دا خبره بیا تکرار کړه، چې د پاکستان ګټه د افغانستان په سوله کې ده.

نفیس زکریا په دې اونیزې خبري ناستې کې زیاته کړه، پاکستان تل بې له کوم توپیره د هرډول وسلوالو ډلو پرضد عملیات کړي او دا خبره يې بیا بیا تکرار کړې.

خو دده په خبره دې سره هم پر دوی شک کېږی او پر پاکستان دا شک هغو خلکو ته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي قوت ورکوي.

ویاند زیاته کړه، دوی بیا بیا دا غوښتنه کړې چې د دې ډول څرګندونو مخه ونیوله شي.