اوو صنعتي هېوادونو د "ترهګرو ډلو" د مالي سرچينو د وچولو پرېکړه کړې

د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ماليې چارو وزیرانو د نړيوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره د نورو کلکو تدبيرونو د عملي کولو پرېکړه وکړه. د نوې پریکړې له مخې د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي به تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي.

دوي د دغه کار د عملې کولو په موخه په يو لړ اقداماتو روغه کړې چې په هغو کې د استخباراتي معلوماتو شريکولو کې د همکارۍ زياتول د پېسو د لېږد په برخه کې د بانکي معلوماتو شريکول او د ترهگريزه ډلو د ملکيتونو کنگلول راځي.

همدا راز د ماليي چارو دغو وزيرانو غوښتنه کړې چې په رقابتي توگه د پيسو د ارزښت له کمولو نه ځان وژغوري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر میشل سپین له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل اوس د دې وخت رارسېدلی چې عملي ګامونه واخستل شي.

نوموړی وايي، "په پاریس کې د تېر نومبر میاشتې او په نورو هېوادونو کې له بریدونو وروسته موږ پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ، له دې وروسته به هلې ځلې چټکې شي. موږ اوس په داسې پړاو کې یوو چې دغه ډول غوښتنې باید عملي شي، او اوس د همدې نظر د عملي کولو وخت رارسېدلی. لومړی طرحه وړاندې کېږي، بیا پرتله کېږي او وروسته عملي ګام پورته کیږي، موږ په همدې پړاو کې یوو". د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مالیې چارو وزیرانو غونډه د جاپان په شمالي ښار سنډای کې ترسره شوه. په پام کې ده چې یوه اوونۍ وروسته د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډه هم جوړه شي.

امریکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریتانیا د جي ۷ په نامه د دغې ټولنې غړي هېوادونه دي چې په ۱۹۷۶کال کې جوړه شوې.

ورته مطالب