د اېلوېس پرېسلي ګيټار په ۳۳۴ زره ډالرو وپلورل شو

د انځور حقوق EPA

د امریکايي مشهور سندرغاړي اېلوېس پرېسلي ګيټار چې د خپل پلار له خوا يې ورته ورکړل شوی و، د يوه ليلام په ترڅ کې په ۳۳۴۰۰۰ ډالرو پلورل شوی دی.

پرېسلي دغه کيټار د امريکا په شمالي کرولاينا کې خپل يوه مينه وال ته ورکړی و.

همدا ډول د بريتانيا د بيټلز ډلې لپاره په لاس ليکل شوي شعرونه په ۳۵۴۴۰۰ زره ډالر پلورل شوی دي.

په دغه ليلام کې په نورو پلورل شويو څيزنو کې د امریکا د مشهور سندرغاړي مايکل جکسن جاکټ چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۹۷ کلونو يې د نړيوال سفر پر مهال اغوستی و او د اېلوېس پرېسلي لومړۍ پيانو هم شامله وه.

د انځور حقوق EPA

د مايکل جکسن جاکټ په ۲۵۶۰۰۰ زره ډالرو او د پرېسلي پيانو په ۱۴۰۰۲۵ ډالرو وپلورل شوه.

بلخوا د امريکا د بلې مشهورې سندرغاړي لېډي ګاګا لومړی پيانو چې ارزښت يې ۱۰۰ زره ډالر اټکل شوی و، خرڅلاو ته وړاندې شوې وه چې اخېستونکی يې پيدا نه کړ.

ورته مطالب