د ترکيې نوی لومړی وزير وايي هېواد يې "ولسمشرۍ نظام ته اړتيا لري"

د انځور حقوق AP

د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوګان يو نژدې ملګری بن علي يلديريم د ترکيې د لومړي وزير په توګه معرفي او د واکمن ګوند عدالت او پراختيا مشر ټاکل شوی دی.

ښاغلي يلديريم د ډېری رايو په ترلاسه کولو سره د عدالت او پراختيا ګوند مشر او د پخواني لومړي وزير احمد داود اوغلو ځای ناستی نومول شوی.

نوموړی د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوګان يو له نژدې سياستوالو څخه ګڼل کېږي.

ښاغلي يلديرم د عدالت او پراختيا ګوند په غونډه کې وويل، "د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې، په ترکيه او سوريه کې د پي کې کې جنګياليو پر ضد به جګړې ته دوام ورکړي".

همدا ډول نوموړي زياته کړه، چې د ترکيې لپاره تر ټولو مهم کار دا دی چې اساسي قانون کې بدلون راولي. شنونکي هم په دې اند دي چې د ښاغلي يلديريم يو کار به دا وي چې د قانون له مخې د ولسمشر په واکونو کې زياتوالي راولي.

د انځور حقوق AP

د ترکيې مخکيني لومړي وزير له هغه وروسته خپله دنده پرېښوده چې پر ښاغلي اردوګان يې نيوکه وکړه چې ولې غواړي خپل واکونه ډېر کړي.

په ۲۰۱۴ کال په ترکيه کې له ټاکنو وروسته ولسمشر وټاکل شو، له دې وړاندې د هېواد ولسمشر د پارلمان د غړو د رايو له مخې ټاکل کېده.

د ترکيې په استانبول ښار کې د بي بي سي خبريال مارک لاون وايي، نوموړی به د ولسمشر اردوګان د پلانونو او پاليسيو ملاتړ وکړي چې په هغو کې د لومړي وزير د واکونو کمول هم شامل دي.

د مارک لاون په وينا، ګوتنيونکي وايي که د ولسمشر په واک کې زياتوالی راشي، اردوګان به وکولی شي چې د خپلو مخالفينو پر وړاندې ودرېږي.

بلخوا د ولسمشر اردوګان ملاتړي وايي چې نوموړي عامو وګړو ته سياسي شعور او اواز ورکړی له دې امله به د ولسمشر په واکونو کې زياتوالي ښه ګام وي.

ورته مطالب