د امریکا ولسمشر بارک اوباما په درې ورځني سفر ویتنام ته تللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما د امریکا درېیم ولسمشر دی چې د وېتنام تر جګړې وروسته دې هېواد ته سفر کوي

د آسیا – اقیانوسیې سیمې هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره د امریکا هڅې او له ویتنام سره د اړیکو ګرمېدو په درشل کې بارک اوباما د درې ورځې سفر لپاره ویتنام ته تللی دی. اوباما ددې هېواد درېیم ولسمشر دی چې د ویتنام تر جګړې وروسته دې هېواد ته سفر کوي.

ویتنام هم د امریکا د وسلو تحریم لرې کېدو ته چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې دوام لري، ډېره لېوالتیا ښوولې ده.

ښاغلی اوباما به له وېتنام وروسته د جي-۷ غونډه کې د ګډون لپاره جاپان ته لاړ شي. هغه به د امریکا لومړنی ولسمشر وي چې له هیروشیما کتنه کوي.

تمه کېږي چې ښاغلی اوباما په ویتنام کې له سیاسي ناراضو څېرو سره لیده کاته وکړي او له ویتنام نه وغواړي چې د ازادې سوداګرۍ تړون"ټي ټي پي" پروړاندې خنډونه لرې کړي.

د ښاغلي اوباما د ملي امنیت سلاکار بن رودز د هغه له سفره وړاندې وویل چې پر وېتنام د وسلو پلورلو بندیزونو پر لرې کولو به هم بحث وشي.

د انځور حقوق EPA

که دا تحریمونه لرې شي، ویتنام به وکولی شي له چین سره په ترینګلي وخت کې خپل دفاعي توان پیاوړی کړي. د وېتنام تسلیحاتي بندیزونو یوه برخه په ۲۰۱۴ کال کژ لرې کړل شول چې د چین نارضایتۍ سره مله وو.

د سپینې ماڼۍ چارواکو اشاره کړې چې بندیزونه به یواځې په هغه صورت کې لغوه شي چې په وېتنام کې د بشري حقونو وضعیت کې ښه والی راشي.

ښاغلی اوباما به د جمعې په ورځ د هیروشیما د کتلو لپاره لاړ شي، هغه ښار چې په ۱۹۴۵ کال کې د امریکا په اټومي برید کې ویجاړ شو او لږ ترلږه ۱۴۰ زره کسان پکې ووژل شول.

ښاغلي اوباما د جاپان اېن اېچ کې ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي، د هیروشیما د کتنې په ترڅ کې به د امریکا له لوري بښنه ونه غواړي.

هغه وویل: "همه داده چې تشخیص کړو د جګړې پرمهال، مشران بېلابېلې پرېکړې کوي او دا د تاریخ لیکونکو دنده ده چې پوښتنې مطرح کړي او هغو ته ځواب ورکړي."

هغه زیاته کړه، "خو زه، د داسې کس په توګه چې له تېرو اووه نیمو کلونو راهیسې پر دې څوکۍ کار کوم، پوهېږم چې هر مشر ډېرې ګرانې پرېکړې کوي، په ځانګړې توګه د جګړې پرمهال."

ورته مطالب