ډونالډ ټرمپ سره د کاندید کېدو لپاره کافي استازي شته

د انځور حقوق Reuters

د امریکا یوه خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوریت غوښتونکي ګوند ممکنه کاندید ډونالډ ټرمپ د دومره استازو ملاتړ تر لاسه کړی، چې کولای شي د خپل ګوند له لوري کاندید شي.

د اې پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ډونالډ ټرمپ سره د ۱۲۳۸ استازو ملاتړ شته چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندید کېده باوري کوي.

نوموړي د کاندید کېدو لړ کې د خپل ګوند ۱۶ سیالانو ته ماتې ورکړې. زموږ خبریال وايي پوښتنه دا نه ده، چې ایا ټرمپ به دغه ملاتړ تر لاسه کړي که نه، بلکې وايي پوښتنه دا وه، چې د دغو استازو ملاتړ به کله تر لاسه شي.

د ټرمپ د کاندید کېدو رسمي اعلان به جولای میاشت کې کېږي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي و د ټرمپ د څرګندونو په اړه د نړیوالو مشرانو توند غبرګونونه بې ځایه نه دي.

د شتمنو هېوادونو په جي اووه نومي غونډه کې، چې جاپان کې تر سره کېږي، د خبرو پر مهال اوباما وویل ښاغلي ټرمپ د نړیوالو مسایلو پر سر د خبرو پر مهال کم علمي څرګنده کړې.

اوباما وايي نړیوال مشران د هغه د کاندید کېدو په اړه حیران دي. په دې اړه د ټرمپ له لوري کوم غبرګون نه دی څرګند شوی.