دلیبیا کښتۍ ډوبېدو له کبله د لسګونو کډوالو ډوبېدو وېره

د انځور حقوق Marina Militare via AP Photo

داسې اندېښنه ده، چې د مدیترانې سمندر کې د کډوالو یوې کښتي اوښتو له کبله تر۳۰ کسانو پورې کډوال مړه شوي وي.

پېښه کې ۷۷ نور کسان د اروپايي اتحادیې سمندري ځواکونو له لوري ژغورل شوي.

دغه کښتۍ د لکسمبرګ یوې څارګرې الوتکې لیدلې وه او وروسته د اروپايي ټولنې او ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتې د پېښې ځای ته ورسېدې.

د چهارشنبې په ورځ ایټالوي سمندري ځواک ۵۶۲ کسان له ډ‌وبېدو وژغورل.

یوازې روانه اونۍ اوږدو کې ۶۰۰۰ کډوال چې کوچنیو کښتیو کې یې اروپا ته د تلو هڅه کوله د سمندر له څپو ژغورل شوي دي.

مرستندویان وايي د ترکیې او اروپايي اتحاديې تر منځ له هوکړې وروسته، چې د یونان او ترکیې تر منځ د کډوالو تګ راتګ لږ شو اوس د لیبیا او ایټالیا تر منځ سمندري لاره د کډوالو لپاره خورا بوخته لاره ده.

د انسانانو له قاچاقبرو سره د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې د پوځي عملیاتو ویاند کپتان انتونیلو دي رینزیس سونینو وايي:

د انځور حقوق rina Militare via AP Photo

'' زموږ اټکل دا دی، چې د مړو شمېر به د ۲۰ او ۳۰ کسانو تر منځ وي.''

هسپانوي مرستندویانو، چې د ایټالوي سمندري ساتونکو ملاتړ ورسره و هغو کسانو ته چې اوبو کې وو، ژغورونکي واسکټونه وغورځول.

د ایټالیا انسا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د هسپانیا دوو الوتکو په مرستندویه فعالیت کې برخه درلوده.

د پنجشنبې له پېښې وروسته په اوبو کې د پنځو کسانو مړي موندل شوي دي.

په بوږنونکو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د نسکورې شوې کښتۍ سپرلۍ هڅه کوي بېرته کښتۍ ته وخیژي.

د ایټالیا بیتیکا نومۍ بېړۍ هغه کسان سیسلي ټاپو ته لېږدولي، چې ژوندي پاتې شوي دي.