د جګړې د وخت امریکايان د ژوند کولو لپاره بېرته ویتنام ته ځي

د انځور حقوق Charles Fox

د ویتنام له جګړې څه باندې ۴۰ کاله وروسته، په لسګونو زاړه پخواني امریکايي عسکر د ژوند کولو لپاره بېرته ویتنام ته تللي. ځینو د امریکا په متحدو ایالتونو کې ملکي ژوند سره د ځان سمولو کې ستونزې درلودې. نور په دې هیله تللي چې د دوې په باور د جګړې په وخت کې د ناوړو کارونو له امله پښېمانې وښيي او بښل شي.

د دانانګ د سیمې د مرمرو د غره په یوې لمنې کې ښځې چې د وریجو خولې يې پر سر دي شاوخوا ګرځي او سوغاتونه خرڅوي. د یو لیفټ په مرسته سیلانیان د غره سر ته خېژي، چې یوې خواته يې د مرکزي ویتنام کلیوالې سیمې لیدل کېږي او بلې غاړې ته يې د چین جنوبي سمندر ښکاري.

په ۱۹۶۸ کې ډیويډ ایډوارډ کلارک د دغو غرونو تر شا په یو پوځي کمپ کې اوسېده، خو دا ۶۶ کلن سړی وايی چې هغه وخت غرونو ته ختل ناممکنه وو، ځکه چې د ویتکانګ چریکانو کمپونه هم هلته نژدې وو.

کلارک وايی: "زموږ قانون دا و چې له ټوپک پرته به له کمپ څخه نه وځو، زه به ټوله ورځ له خپل ام ۱۶ ډوله ټوپک سره ګرځېدم. هر ویتنامی چې به مخې ته راته دا ټوپک به مې ورته مخ ته نیوه. نارینه، ښځې او ماشومان. غوښتل مې چې هغوی له ما وډار شي. په دې توګه مې غوښتل چې ژوندی پاتې شم."

د انځور حقوق Charles Fox

۴۰ کاله وروسته، کلارک بېرته ویتنام ته ستون شو، دا ځلي د دې لپاره نه چې کمونیستانو سره وجنګېږي، بلکې د دې لپاره چې یو نوی ژوند ودان کړي. کلارک د ویتنام د تېرې جګړې یو له هغو تقریبا ۱۰۰ یا زیاتو امریکايي برخه والو څخه دی چې ویتنام کې میشت شوي دي.

ډېری يې په دانانګ او شاوخوا ځایونو کې اوسېږي، دا هغه ښار دی چې د جګړې په وخت هلته د امریکایانو یو ستر هوايي ډګر موجود و او په ۱۹۶۵کې د لومړي ځل لپاره امریکايي عسکر ورغلل.

کلارک چې خپلې سترګې د سترو عینګو تر شا پټوي وايي کله چې له جګړې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته ستون شو، هره ورځ به يې د ویتنام په اړه فکر کاوه. "معمولا کله چې به له خوبه ويښ شوم، له خولو به ډک وم، داسې خلک به مې لیدل چې موجود به نه وو. یو ځلې نیمه شپه له خوبه راويښ شوم، غوښتل مې چې د خپل کور پر شاوخوا کمینونه جوړکړم ځکه فکر مې کاوه چې ویتکانګي چریکان راپسې راځي. له دې خاطرو د تېښتې یواځینۍ لاره دا وه چې ځان نیشه کړم. نو ښه ډېر شراب به مې څکل."

ریچرډ پارکر، د جګړې یو برخه وال : "جګړې ته له تلو مخکې مې داسې ماغزه وینځل شوي وو چې غوښتل مې کمونیستان ووژنم"

په ۲۰۰۷ کې، کلارک بالاخره یو ګام پر شا واخیست، او پرېکړه يې وکړه چې هغو غرونو ته ورشي چې د ده ملګري عسکر يې له دښمن څخه بېلول، او د لومړي ځل لپاره د غره سر ته وخته. "د غره پر سر مې د سولې داسې احساس درلود چې هېڅکله مې پخوا نه درلود. نور بمونه نه وو، جګړه نه وه، جټ الوتکې مې پر سر نه الوتې. نو پوه شوم چې جګړه پای ته رسېدلې ده."

اټکل شوې چې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د جګړې په لسګونو زره برخه وال بېرته ویتنام ته ستانه شوي، ډېری د هغو ځایونو لنډې کتنې لپاره، چې یو وخت يې په کې عسکري خدمت کاوه. د سایګون (چې اوس د هوچی مېن ښار نومېږي) له سقوط نه په لسګونو کلونو وروسته ډېری پخواني عسکر له ځانه پوښتنه کوي چې دوې ولې جګړه کوله.

۶۶ کلن ریچرډ پارکر هم دغسې فکرکوي، او وايي له ویتنام وروسته "نه پوهېدم چې څه پېښ شول"، او ۲۰ کاله يې له الکولو، نیشه يي توکو او جنسې کارنو سره تېر کړل.

د انځور حقوق Charles Fox

هغه وايی "زه یو ایله ګرده سړی وم چې په رستورانتونو کې مې کار کاوه او له یوه ښاره بل ښار ته تلم. د مرګ او ژوند په فکر کې نه وم،"

لاري وېټر، د جګړې یو برخه وال: "احساس کوم چې ځینې شیان باید بېرته اعاده کړو... موږ ډېر احمقانه کارونه کړي"

په ویتنام کې د ویجاړۍ او مړینو خاطرې هغوې پرلپسې ځوروي. "جګړې ته له تلو مخکې مې داسې ماغزه وینځل شوي وو چې غوښتل مې کمونیستان ووژنم"

خو کله چې مې ویتنام پرېښود، د هغې ځای خلک راباندې ډېر ګران شول. هغوی يوازې غوښتل چې وریجې وکري او ماشومان ولري."

پارکر د ډېرو کلونو لپاره له روحي ناروغۍ (Post-Traumatic Stress Disorder ) ځورېده، دا داسې یوه ناروغۍ ده چې د ویتنام د جګړې ۱۱ سلنه برخه وال يې اغېزمن کړي دي. په لسګونو زرو خپل ځانونه وژلي دي.

د پارکر لپاره له دې ستونزو خلاصېدو یواځینۍ لاره دا وه چې بېرته ویتنام ته ستون شي. "دلته مې تر یوې اندازې له ځانه سره سوله ومونده. کله کله هغو ځایونو ته ځم چې یو وخت مو په کې جګړه کوله. هغه څه چې یو وخت ګډوډۍ او ویجاړۍ وه، اوس له هیلو او ژونده ډک یو ځای دی."

د جګړې یو بل برخه وال، لاري وېټر، د ویتنام د جګړې ماشومانو ویبسایټ لپاره کار کوي، چې غواړي د ویتنام د جګړې د پایلو او میراث په اړه خلکو ته معلومات ورکړي. د ده په پراخ کور کې امریکايي او ویتنامي بیرغونه دواړه ځړېږي. د څوکۍ پر سر د واده یو تصویر ځړېدلی- په دې دوبي کې، دغه ۷۳ کلن سړی خپلې ویتنامۍ ملګرې، دوان ها، سره واده وکړ.

د انځور حقوق Charles Fox

کله چې وېټر د ۲۰۱۲ په نومبر کې دانانګ ته ورغی غوښتل يې چې یواځې درې میاشتې هلته پاتې شي چې د دوو ناروغو ماشومانو کورنیو سره مرسته وکړي، چې ظاهرا د نارنجي ایجنټ یا د بوټو وژونکي کیمیايي توکو له امله ناروغه شوي، چې امریکايي پوځیانو به د ونو او بوټو د له منځه وړلو لپاره ورڅخه کار اخیسته، چې تراوسه د سرطان ناروغۍ، فلج او د بدن دغړو د بدلونونو سبب کېږي.

د جګړې برخه وال،چاس لیهمن : "بېرته د امریکا په متحدو ایالتونو کې هر څه بې معنا احساسېدل- زه د داسې یوې معما په شان وم چې ټوټې یې یو له بله سره نه سمېدې"

وېټر چې ملګري يې د کپټان لاري په نام یادوې وايی: "احساس کوم چې ځینې شیان باید بېرته اعاده کړو، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت دا کار نه کوي، نو ځکه زه خپله برخه ترسره کوم."

قسما دا د ګناه د احساس له امله و چې وېټر په ویتنام کې پاتې شو.

"زما په سر کې یوه المارۍ ده چې نه غواړم ور يې پرانیزم، ځکه وېرېږم چې څه به ورڅخه راووځي. دقیقا نه پوهېږم چې هلته به څه وي، خو کله کله يې ور لږ پرانیستل کېږي او زه بد خوبونه وینم. ښايي د همدې المارۍ له امله وي چې ویتنام ته راغلی یم. موږ دلته ډېر احمقانه کارونه کړي دي."

چاس لیهمن، چې څه باندې ۷۰ کاله عمر، سپینه ږيره اوتورې عینکې لري، وايی د خداې اراده به وه چې ویتنام ته راغلی. هغه وايی د مذهب ته په مخې کولو سره، د نهيلۍ، مایوسۍ او د روحي ناروغۍ په تورې کندې کې له لوېدو څخه وژغورل شو.

د انځور حقوق Charles Fox

لیهمن وايی: "کله چې ویتنام ته ولېږل شوم، ماموریت ساده ښکارېده: باید آزاد جنوبي ویتنام وساتم چې د کمونیست شمالي ویتنام په مريي باندې بدل نشي. خو له هغه وخته چې د ویتنام خاورې ته ورسېدم، پوهېدم چې دا سمه نه وه او باید له دې ځایه ووځم. بېرته د امریکا په متحدو ایالتونو کې هر څه بې معنا احساسېدل. ده د یوې معما په شان وم چې ټوټې يې یو له بله سره نه سمېدې. بیا، زما په ژغورلو کې مذهب ډېره مرسته وکړه او زما ژوند ته يې معنا راکړه."

د جګړې برخه وال، ډېويډ اډوارډ کلارک: "پوهېږم چې دلته باید اوسم- جګړه پای ته رسېدلې، او دلته به مرم"

د نورو داوطلبانو سره یو ځای، لیهمن د ویتنام د مرکزي سیمو اړمنو لږکیو خلکو ته خوراک، لباس، څښاک او کمپلې ویشي. په یو سفر کې هغوی ۶۵-۳۰۰ کورنیو سره مرسته کوي. هغه وايی: "د جګړې پر وخت مې د ویتنام د خلکو په اړه افسوس کاوه، خو پر هغوی باندې مې باور نشو کولای. اوس له هغوې سره د مینې احساس کوم."

ریچرډ پارکر وايي ویتنام ته ستنېدل د ویدو خاطرو د ختمولو یوه لاره ده. "تر هغو چې بېرته راستون نشې، وستنام به دې د جګړې د یو هېواد په توګه په یاد کې وي."

سره د دې چې هغه کله کله د انګریزي ژبې درس ورکوي، د پخوانۍ ایله ګردۍ زیاتره ورځې يې په لوستلو، قدم وهلو، ملګرو سره خبرو کولو او له ویتنامي خوراکونو څخه په خوند اخستلو تېرېږي.

د انځور حقوق Charles Fox

کله چې وايي ویتنام څرنګه په یو خوشحاله سړي باندې بدل کړ، سترګې يې روښانه شي. وايي په دې ورځو کې ډېرخاندي. "ویتنامیان مې ډېر درناوی کوي، حتی له هغې اندازې نه هم ډېردرناوی چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جګړې برخه والو ته کېږي،

ډیویډ کلارک غواړي چې نور ډېر د جګړې پخواني برخه وال ویتنام ته بېرته راشي. دی په خپله څو ځلي ویتنام ته راغلی. د هېواد له شمال نه جنوب ته د موټرسایکل د یوه سفر په ترڅ کې ده ته داسې یو څه پېښ شول چې په ۱۹۶۸کې يې هېڅکله د هغې هیله هم نه شوای کولای- پر یوې ویتنامۍ ښځې مین شو. دوه کاله مخکې هغوی واده وکړه.

د جګړې دا برخه وال ژوره ساه اخلي، خپلې عینکې له سترګو لیرې کوي، اوښکې پاکوي. غږ يې مات مات کېږي. "ما پخوا فکر کاوه چې ویتنامیان د نړۍ ډېر چټل، ټیټ او سپک خلک دي. خو اوس د نیکبختۍ احساس کوم چې دلته ژوند کوم. پوهېږم چې باید همدلته اوسم. جګړه پای ته رسېدلې، او زه به دلته مرم."

د انځور حقوق Charles Fox

لاري وېټرپه خپله خونه کې په خپل لاپټاپ کې یو تصویر راته وښوده. د ۱۹۶۰ کلونو په پای کې یو ځوان شاوخوا شل کلن سړی په یو هیلیکوپټر کې. لاندې د ویتنام یو ځنګل ښکاري، تر څنګ يې له ماشیندار سره یو عسکر ناست دی. وېټر وايی "له جګړې وروسته مې ډېرې پوښتنې درلودې، خو هیچا يې ځوابونه رانکړل،"

"په خپله مې مطالعه پيل کړه. هر څومره چې مې لوستل، په دې باندې لږ پوهېدم چې ولې موږ ویتنام ته ولېږل شوو. ومې موندل چې څومره يې موږ ته دروغ ویلي وو او له ځانه سره مې فکر وکړ:’ که زه ویتنامی وای، د ویتکانګ په پلوي به مې جګړه کړې وای."

له پخلنځي څخه د هغه ښځې، دوان ها، په مینه ورته ګوري. کپټان لاري به ښايي ډېر زوړ وي او د ویتنام داسې خاطرې به لري چې ښځه به يې هېڅکله په بشپړه توګه ورباندې پوه نشي، خو له خپل مېړه سره مینه لري. دوان ها وايي: "هغه یو ښه زړه لري، نه یواځې زما لپاره بلکې د هر چا لپاره."

یو اوږد، نری امریکايي چې د وښو خولۍ يې پر سر ده، د هوچي مېن د ښار په تنګو کوڅو کې ګرځي، او د عکسونو یو البوم ورسره دی. تر څنګ يې یو ویتنامي ژباړونکی، هونګ فان، ولاړ دی، چې په لسګونو پخوانیو امریکايي عسکرو سره يې مرسته کړې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې خپل ورک شوي ماشومان پيدا کړي. د هغه وروستی مشتري، د وښو خولۍ لرونکی امریکايي، جیري کوین، دی. هغه ویتنام ته راغلی چې خپل زوی پيدا کړي.