سوریه کې نهه وژل شوي افغانان په مشهد او یزد کې ښخ شول

د انځور حقوق ISNA

د سوریې حلب ته څېرمه خان طومان ښارګوټي کې القاعدې پورې تړلې د نصرت جبهې ځواکونو تر عملیاتو نژدې درې اونۍ وروسته چې ځینې ایرانیان او افغانان هم پکې ووژل شول، د افغانستان نهو اتباعو جسدونه د پنجشنبې په ورځ د ایران په دوو ښارونو کې ښخ شول.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، سید اسدالله حسیني، کاظم رحیمي، محمد علي رمضاني، سلطانعلي احمدي، مصطفی مقدم، مترضی رجبي، عبدالحسین محمدي او سید حسن موسوي د پنجشنبې په سهار د مشهد په بهشت رضا کې خاورو ته وسپارل شول.

مهر خبري اژانس لیکلي، د ۳۲ کلن سید رضا حسیني جسد چې هغه هم د افغانستان تبعه دی، په یزد ښار کې ښخ شو. ددې راپور له مخې هغه په خان طومان کې وژل شوی و.

د هغو اتو کسانو د وژل کېدو څرنګوالي په اړه چې مشهد کې خاورو ته وسپارل شول، جزییات خپاره شوي نه دي.

دا کسان ۱۹ ورځې وروسته له هغه خاورو ته سپارل کېږي چې د خان طومان په جګړه کې لږ ترلږه ۷۰ کسان وژل شوي و چې هغو کې پر ایرانیانو سربېره د "فاطمیون لوا" غړي هم و.

د فاطمیون لوا یوه پوځي ډله ده چې ایران د سوریې جګړې لپاره په هغې کې د افغانستان اتباع تنظیم کړي دي.

د انځور حقوق ISNA

د ایران پارلمان د دفاعي کمېټې رییس همان زمان اسماعیل کوثري د سوریې په خان طومان جګړه کې د ۵ یا ۶ ایرانیانو د اسیر کېدو خبره وکړه.

د ایراني اتباعو د وژل کېدو راپورونه وروسته له هغه خپاره شول چې القاعدې پورې تړلې النصرت جبهې لخوا حلب ته څېرمه د خان طومان ښارګوټي د نیول کېدو راپورونه خپاره شول. دا ښارګوټی د حلب – مشق لویې لارې ته نژې پروت دی او ستراتیژیک اهمیت لري.

ورته مطالب