د روغتيا نړيوالې ادارې د اولمپيک لوبو د ځای بدلولو غوښتنه رد کړې

د انځور حقوق AFP

د روغتيا نړيوالې ادارې د زيکا ويروس له امله د اولمپيک لوبې بل ځای ته د لېږدولو غوښتنه رد کړې ده. په نړيواله کچه له ۱۰۰ ډېرو روغتيايي کارکوونکو ويلي وو چې د زيکا وايروس له امله د اولمپيک لوبې چې د برازيل په ريو ډي جينېرو کې ترسره کېږي وځنډول شي يا بل ځای ته ولېږدول شي.

دغو کارکوونکو خبرداری ورکړی چې د اولمپيک لوبې ښايي زيکا ويروس په ټوله نړۍ کې خپور کړي.

دغو روغتیايي کارکوونکو د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ته په يوه ليک کې لیکلي، د زيکا ويروس په اړه د نويو څېړنو وروسته، د دغو لوبو ترسره کول د "اخلاقي اصولو خلاف" خبره ده. بلخوا د روغتيا نړيوالې ادارې د دغې غوښتنې په اړه ويلي، د اولمپيک لوبو د ځای بدلول د زيکا ويروس د خپرېدو مخنيوی نه شي کولی.

د اولمپيک نړيوالې ادراې په وروستيو کې ويلي، داسې هېڅ وجه نشته چې د زيکا ويروس له امله د اولمپيک لوبې وځنډول شي او يا يې ځای بدل کړي.

د مياشو په واسطه دغه لېږدېدونکي ويروس تېر کال په برازيل کې پيل شو، چې تراوسه له ۶۰ زياتو هېوادنو ته رسېدلی دی.

په لیک کې ساينسپوهانو ويلي د زيکا ويروس نښې کمې دي خو له امله يې د کوچني سر ماشومان پيدا کېږي، ځینې وخت په لويانو کې هم وژونکې عصبي ناروغۍ پيدا کوي.

پر دغه ليک ۱۵۰ ساينسپوهانو، ډاکترانو او د روغتيا له برخې سره تړلو کسانو لاسليکونه کړي دي، چې ډېری یې د اکسفورډ، هارورډ او ييل پوهنتونو سره تړاو لري.

زيکا ويروس په نړيواله کچه د روغتيا لپاره يو ګواښ بلل شوی دی.

زیکا وایروس د یوې لېږدونکي میاشې د چیچلو په مټ له یو نه بل ته لېږدول کېږي، دغه ويروس لومړی په ۱۹۴۷ کال کې په يوګنډا کې وپېژندل شو او په ۲۰۱۵ کې په لويه کچه په برازيل کې خپور شو چې تر دې مهاله يې له ۲۰۰ ډېر ماشومان وژلي دي.

ورته مطالب