امریکا: د عراق فلوجه کې د داعش قومندان وژل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د فلوجې بېرته نیولو عملیات له څو ورځو راهیسې روان دي

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قومندان ډګروال سټیو وارن وایي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې یو پوځي قومندان د عراق په فلوجه ښار کې د څو ورځو دوامدارو بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

دغه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ (مې ۲۷مه) وویل، د داعش پوځي قومندان ماهر بیلاوي د هغو وژل شویو ۷۰ کسانو په ډله کې دی چې په تېرو څلورو ورځو کې په فلوجه کې په ۲۰ هوایي بریدونو کې لمنځه وړل شوي دي.

امریکایي جنګي الوتکې د فلوجې ښار بېرته نیولو کې د عراقي ځواکونو هوایي ملاتړ کوي.

سره له دې هم ډګروال وارن ویلي، لا هم د فلوجې ښار نیولو د عملیاتو پایته رسېدو په اړه څه وویل شي.

ورسره د فلوجې اوسېدونکو ته د وضعیت خرابېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ویل کېږي اوس هم ۵۰ زره ملکي کسان په فلوجه کې شته او د داعش وسله والو او عراقي ځواکونو ترمنځ جګړه کې راګېر دي.

د ډګروال سټیو وارن په وینا، د خبرداریو پاڼې د الوتکو له لارې د فلوجې اوسېدونکو ته غورځول شوي او په هغې له عامو خلکو غوښتل شوي چې د داعش وسله والو په ساحه کې له راټولېدو ډډه وکړي او د خپلو کورونو پر سر سپین بیرغونه ولګوي.

Image caption فلوجه دوه کاله وړاندې (۲۰۱۴) د اسلامي دولت (داعش) لاسته ولوېده.

بلخوا ملګري ملتونه وایي، له فلوجې یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ځینې کسان د لوږې له امله مړه شوي او یا هم له داعش سره د همکاري نه کولو له امله د هغوی لخوا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند ملیسا فلمینګ د جمعې په ورځ وویل، "موږ د سړیو او ځلمي هلکانو د اعدام په تړاو بوږنوونکي راپورونه ترلاسه کړي چې د داعش ترڅنګ د نه جنګېدو له امله وژل شوي دي."

"نور راپورونه د هغو اوسېدونکو د اعدام او درې وهلو په اړه دي چې غوښتل یې له ښار (فلوجې) څخه ووځي. راپور ورکړل شوی چې د یوه سړي پښې له همدې امله پرې شوي دي."

ورسره ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د عراقي ځواکونو په مرسته په بریالیتوب سره له فلوجې نه د سلګونه کورنیو د وتلو خبر ورکړی دی.

د فلوجې بېرته نیولو عملیات چې له څو ورځو راهیسې روان دي، د عراق پوځ، سني قبایلو وسله وال او د عراق پولیس پکې ونډه لري او د امریکا په مشرۍ ایتلاف له هوایي ملاتړ نه هم برخمن دي.

ویل شوي چې ځینې نور وسله وال چې شیعه ګان هم پکې دي په دغو عملیاتو کې ګډون کړی، خو د ډګروال سټیو وارن په خبره له هغوی غوښتل شوي چې د ښار لرې سیمو کې ځای پرځای شي.

فلوجه دوه کاله وړاندې (۲۰۱۴) د اسلامي دولت (داعش) لاسته ولوېده. د عراق دغه لوی او سني میشته ښار د داعش لخوا د "عراق او شام خلافت" په نوم د هېواد رامنځته کولو له اعلان سره هم مهاله سقوط وکړ.

ورته مطالب