د سوریې مخالفینو لوړپوړی مرکچي له دندې لاس پرسر شو

د انځور حقوق Reuters

د سوریې حکومت وسله والو مخالفو ډلو ایتلاف لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد علوش د سولې خبرې ناکامه وبللې او له دندې لاس پر سر شو.

ښاغلي علوش وویل، "د مذاکراتو عالي کمېټې" خبرې اترې د سیاسي حل لارې لامل نشوې او کلابندو سیمو کې د سوري وګړو ناوړه حالت یې ښه کړی نه دی.

دې کمېټه په اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د بشار اسد حکومت له پلاوي سره په جنیوا کې کېدونکې غیر مستقیمې خبرې وځنډولې.

اوسمهال د خبرو پیا پیلولو لپاره وخت نه دی ټاکل شوی.

ښاغلي علوش وویل، "د خبرو اترو درې پړاوونه د رژیم د سرتمبګۍ او د سوریې پر خلکو د بمبار او بریدونو له امله بریالۍ نه وې."

د مذاکراتو عالي کمېټه چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، له څو میاشتو راهیسې د جنیوا خبرو کې د پرمختګ په تړاو ناهیلې ښيي.

د انځور حقوق BBC World Service

دا کمېټه کلابندو سیمو ته د کافي بشردوستانه مرستو نه رسېدو، د سیاسي زندانیانو د ازادۍ پڅ بهیر، له واکه د بشار اسد لرې کېدو او په سوریه کې د سیاسي لېږ لپاره د هرډول خوځښت له نشتوالي غوسه ده.

د روسیې او امریکا په منځګړتوب د دولت او مخالفینو ترمنځ رامنځته شوی اوربند لا هم په رسمي ډول پر ځپل ځای دی، خو ښایي مات شي.

د ښاغلي علوش استعفا کولی شي ددې کمېټې د ډېرو نورو غړو د وتلو لامل شي.

راپورونه وایي، د مذاکراتو عالي کمېټې یوه بل غړي هم خپل احتمالي استعفا ته اشاره کړې ده.

د سوریې په څو کلونو کورنیو جګړو کې له ۲۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور اړ شوي خپل کورونه پرېږدي.

ورته مطالب