د شمالي کوریا بالسټیک توغندي ازمایښت ناکام شوی

د انځور حقوق Reuters

د سوېلي کوریا چارواکي وایي، د شمالي کوریا وروستۍ هڅه ناکامه شوې چې غوښتل یې ددې هېواد له ختیځ ساحل نه یو بالسټیک توغندی وتوغوي.

څرګنده نه ده چې دا ځل کوم ډول توغندی ازمویل کېده، خو په اپرېل میاشت کې د لنډ واټن درې "موسودان" توغنديو توغول ناکام شوي وو.

ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک له لارې شمالي کوریا د هر ډول بالسټیک توغندي له ټکنالوژۍ محروم کړی.

په جنورۍ میاشت کې د پیونګ یانګ تر څلورمې اټومي ازموینې او ورپسې نورو پرلپسې توغندیزو ازمایښتونو له امله په سیمه کې ترېنګلتیا ډېره شوې ده.

د جنوبي کوریا ستر درستیز وویل، نوی ازمایښت په سیمه ییز وخت ۵:۲۰ دقیقو د شمالي کوریا ونسون ښار ته څېرمه ختیځ ساحل کې وشو.

یونهاپ خبري اژانس په یوه راپور کې د معلومات لرونکو سرچینو له خولې لیکلي چې د شمالي کوریا څلورمه ازموینه هم ښایي د موسودان ډوله توغندی وي.

د ویل شویو مشخصاتو موسودان کولی شي جاپان او د امریکا ګوام ټاپوګانو ته ورسېږي، خو لا هم شمالي کوریا هېڅکله هغه په بریالیتوب سره نه دی ازمایلی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په دې وروستیو کې ددې هېواد لویې دولتي غونډې په ترڅ کې سویلي کوریا ته د پوځي خبرو اترو بلنه ورکړه؛ خو سیول دا وړاندیز رښتینی ونه باله او هغه یې رد کړ.

په همغې ناسته کې ښاغلي اون همداراز ژمنه وکړه چې د اټومي وسلو پروګرام ته به دوام ورکړي.

پیونګ یانګ ادعا کړې چې په وروستیو میاشتو کې یو ډول تخنیکي پرمختګونه کړي چې یو یې هم په توغندي کې د ځای پرځای کولو لپاره د اټومي سروکي جوړول، خو کتونکي دغې ادعا ته د شک په سترګه ګوری.

ورته مطالب