له یونان نه ایټالیا ته سمندر کې تلونکي کډوال ژغورل شوي

د انځور حقوق Marina Militare via AP Photo
Image caption اروپايي ټولنه له ترکیې سره یوې هوکړې ته ورسېده، چې د کډوالو د څپو محدودولو له لارې په بېړیو کې د دوی د ډوبېدو خطر کم کړي.

په یونان کې ژغورونکو ایټالیا ته د تلو پرمهال په لوېدیځ لیفکاډا ټاپو کې د اوبو پرڅنډه ۲۹ کډوال ژغورلي دي. دا لومړی ځل دی چې له یونان نه ایټالیا ته د سمندر له لارې تلونکي کډوال ژغورل کېږي.

په تېره مارچ میاشت کې یوناني چارواکو له مقدونیا سره خپله پوله وتړله.

+ د کډوالو له کړاوونو ډک سفر او راتلونکی

د ژغورل شویو کډوالو هویت تر اوسه معلوم نه دی، خو ښکاري چې د سمندر څپو د ایټالیا سوېلي سمندرغاړو ته وړل.

په اتن کې د بي بي سي خبریال توماس وینسي وايي، ښکاره ده چې د انسانانو قاچاق کوونکو یوه کوچنۍ بېړۍ پرېښې ده چې بالاخره د سمندر څپو تر سمندرغاړو پورې کشولې ده.

کډوالو له لیفکاډا نه په سمندر کې سفر کړی او له دې ټاپو کابو ۲۷ کیلومتره لیرې ژغورل شوي دي.

په ژغورل شویو کډوالو کې دوه ماشومان هم دي، چې یو یې څلور کلن او بل پنځه کلن دی.

ایټالیا له لیفکاډا ټاپو نه شاوخوا ۲۴۰ کیلومتره (۱۵۰ میله) لیرې پرته ده.

اندېښنه

زموږ خبریال وايي، د یونان سمندرغاړو کې د بېړیو موندلو اندېښنه راپورته کړې ده.

که څه هم یونان له مقدونیا سره خپله پوله تړلې ده، خو له تړل کېدا وروسته سلګونه زره کډوالو - چې ډېری یې د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلی وو – د یونان د شمال له لوري جرمني او بلقان ته د تللو هڅه کړې ده.

د پولې له تړل کېدا وروسته، په یونان کې د پناه غوښتونکو له خوا څو ځلې لاریونونه وشول.

اروپايي ټولنه له ترکیې سره یوې هوکړې ته ورسېده، چې د کډوالو د څپو محدودولو له لارې په بېړیو کې د دوی د ډوبېدو خطر کم کړي.

د انځور حقوق AFP

ایټالیايي چارواکو اعلان کړی، چې د اروپايي ټولنې یوې اړوندې بېړۍ د تېرې شنبې په ورځ د لیبیا سمندر ته څېرمه تر ۶۰۰ ډېر کډوال وژغورل، چې په دې سره په یوه اونۍ کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر تر ۱۳ زرو اوښتی دی.

ورته مطالب