فلوجه کې له پوځي پرمختګه وروسته د وسله والو ځوابي برید

د انځور حقوق Reuters
Image caption عراقي ځواکونو له هغو خلکو، چې ښار کې ایسار پاتې دي، غوښتي، چې له ښاره ووځي او یا هم په کورونو کې دننه پاتې شي

له هغه وروسته، چې عراقي حکومتي ځواکونو پر فلوجه ښار برید وکړ، د اسلامي دولت نومي ډلې وسله والو ګهیځ وختي ځوابي برید کړی دی. پوځي چارواکو خبري اژانسونو ته ویلي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې وسله والو له هغه وروسته ځوابي برید وکړ، چې پوځیانو د نوایمیا سیمې کې پرمختګ وکړ.

سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو دغه برید په شا تمبولی، خو وايي زیانونه هم ورته اوښتي دي.

بل لور ته مرستندویان د هغو نژدې ۵۰ زره ملکي خلکو خونیدتوب ته اندېښمن دي، چې په فلوجه کې ایسار پاتې دي.

رپوټونو کې ویل شوي، دغه کسان له لوږې سره مخامخ دي او د اسلامي دولت ډلې لپاره له جګړې نه د انکار په صورت کې وژل کېږي.

عراقي ځواکونو له هغو خلکو، چې ښار کې ایسار پاتې دي، غوښتي، چې له ښاره ووځي او یا هم په کورونو کې دننه پاتې شي، خو ویل کېږي، چې د اسلامي دولت نومې ډلې وسل وال د خلکو تېښتې مخه نیسي.

فلوجه د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ میاشت کې د دغې ډلې کنترول ته ورغله. له موصل سره فلوجه د عراق دویم لوی ښار دی، چې د دغې ډلې کنترول کې دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بي بي سي خبریال جیم میور له عراقه خپل رپوټ کې وايي، چې فلوجه کې ملکي خلک له ناوړه حالت سره مخامخ دي

د فلوجه عملیاتو لپاره د عراقي ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال عبدالوهاب السعدي له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل، په برید کې د دغې ډلې نژدې ۱۰۰ وسله والو برخه درلوده، خو په وینا یې له دوی نه ۷۵ کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا:

''دوی پر موږ له درنو وسلو سره برید وکړ، خو موټربم یا ځانمرګي بریدونه یې نه دي کړي. بل لور ته د ځانګړو ځواکونو سره دوو افسرانو ایسوشیټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې وسله والو له باروتو ډک شپږ ګاډي استولي وو، چې وايي یو هم هدف ته و نه رسېد''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسلامي دولت نومي ډلې وسله والو له هغه وروسته ځوابي برید وکړ، چې پوځیانو د نوایمیا سیمې کې پرمختګ وکړ پوځي سرچینې

دغو افسرانو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، چې داعش ډلې وسله والو نښه ویشتونکي هم دغه برید کې کاروولي دي. د کډوالو لپاره د ناروې شورا عمومي منشي جان ایګیلاند بیا وايي: '' فلوجه کې یو بشري ناورین د رابرسېره کېدو په حال کې دی.''

د نوموړي په وینا د متفابلو ډزو تر منځ کورنۍ ایسارې پاتې دي او د وتلو هېڅ لاره هم نه لری. د هغه په وینا ښکېل لوري باید له هغه مخکې، چې ډېر ناوخته وي او یا هم نور کسان ژوند له لارسه ورکړي، باید ملکي خلکو ته د وتلو لپاره خوندي لاره ورکړي.

د بي بي سي خبریال جیم میور له عراقه خپل رپوټ کې وايي، چې فلوجه کې ملکي خلک له ناوړه حالت سره مخامخ دي. دوی نهه میاشتې له ډېرو لږو خوړو، څښاک او درملو سره د محاصرې په حالت کې وو او که اوس د ښار پر مرکزي برخه برید کېږي، نو دوی له سخت خطر سره مخامخ دي.

زموږ خبریال وايي پر اسلامي دولت نومي ډلې تورونه دي، چې ګواکې له ولسي خلکو د ځان ساتنې لپاره د سپر کار اخلی.