هېواد پېژندنه: پاکستان

پاکستان د هند نيمې وچې له وېشل کېدو وروسته په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوی. چې د کورني سياسي لوړو ژورو او سيمه کې له کړکېچونو سره مخ شوی دی.

پاکستان د هند مسلم ليګ ګوند د هغه غوښتنې له مخې رامنځ ته شو چې د مسلمانانو لپاره د خپل هېواد غوښتنه يې کوله، پاکستان لومړی دوې برخې درلودې.

ختيځه برخه چې اوس بنګله دېش دی، د هند د بنګال او ميانمار (برما) تر څنګ پروت دی. لوېديځه برخه چې اوسنی پاکستان دی د هماليا له غرونو څخه تر عرب سمندرګي پورې خاوره لاندې کوي.

دواړه برخې په ۱۹۷۱ کال کې له يو بل بېلې شوې، د بنګالۍ برخې په جلا کېدو کې هند مرسته کړې وه.

معلومات

د پاکستان اسلامي جمهوريت

پلازمېنه، اسلام اباد

  • نفوس ۱۸۵ :ميليونه

  • پراخوالی: ۷۹۶۰۹۵ کيلومتره

  • ژبې: انګليسي، اردو، پنجابي، پښتو، سندي، بلوچي

  • دين: اسلام

  • ژوند اټکل: نارينه ۶۵ کلونه، ښځينه ۶۷

  • پيسې پاکستانۍ روپۍ

Getty Images

واکمن:

ولسمشر: ممنون حسين

ممنون حسين په ۲۰۱۳ کال کې د پارلمان له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

نوموړی د اصف علي زرداري وروسته چې د خپلې ولسمشرۍ پنځه کاله يې په دموکراتيکه توګه له تاکل کېدو وروسته پوره کړي وو، واک ته ورسېد.

لومړی وزير: نواز شريف

د انځور حقوق GETTY IMAGES

نواز شريف د درېيم ځل لپاره د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی په ۱۹۹۹ کې د هغه وخت لوی درستيز پرويز مشرف له خوا د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه لرې او سعودي ته جلاوطنه شو.

ښاغلی نواز شريف له نژدې نهه کاله جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۸ کال کې بېرته پاکستان ته ستون شو او د ده د ګوند له خوا د ټاکنو تر ګټلو وروسته په ۲۰۱۳ کې لومړی وزير شو.

رسنۍ

د انځور حقوق GETTY IMAGES

پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې د ژورنالستانو لپاره تر ټولو ناوړه او وژونکی هېواد ګڼل کېږي، يوازې په ۲۰۱۳ کال کې د رسنيو ۱۴ کارکوونکي په کې وژل شوي وو. د رسنيو د څار ادارو په وينا د استخباراتو کارکوونکي او اورپکې ډلې د خبريالانو پر وړاندې ګواښ جوړولو کې ښکېلې دي.

حکومت د قانون له مخې کولی شي چې د رسنيو ازادي کابو کړي، دغه قانون د خبريالانو پر وړاندې کارول شوی دی.

انتقاد کوونکو د ژونالستانو پر وړاندې د هغو نويو قوانينو مخالفت کړی چې په ۲۰۱۵ کال کې وړاندې شوي وو.

ځينې مهمې تاريخي پېښې:

۱۹۴۷- په هند کې د بريتانيا د واکمنۍ په پای کې پاکستان جوړ شو.

۱۹۴۸- د کشمير پر سر له هند سره لومړی جګړ وکړه.

۱۹۷۱- د بېلېدو لپاره د ختيځ پاکستان د هڅو له امله کورنۍ جګړه پيل شوه. هند د ختيځ پاکستان په ملاتړ مداخله وکړه چې په ترڅ کې يې بنګله دېش جوړ شو.

۱۹۹۹ - د پوځ مشر پرويز مشرف د کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ او لومړی وزير نواز شريف يې جلاوطنه کړ.

۲۰۰۷- پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو د ټاکنو لپاره د کمپاين پر مهال ووژل شوه.

۲۰۱۳- نواز شريف د درېيم ځل لپاره له هغه وروسته چې ګوند يې مسلم ليګ ن ټاکنې وګټلې لومړی وزير وټاکل شو.

د انځور حقوق GETTY IMAGES