هند: د ودانیزو چارو کارګر دندې موندلو لړ کې له ستونزو سره مخامخ

د انځور حقوق AFP

د هند ممبۍ ښار څنډو کې د اورګاډو تم ځایونو کې د کار په لټه کې د خلکو ګڼه ګوڼه په یوه عام منظر بدله شوی.

دغه خلک د ودانۍ جوړولو کارګر دي چې په دې برخه کې د کارونو ځنډیدو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړې. دوی دلته د دې لپاره راټولېږي چې که ودانۍ جوړولو او یا یې د رنګولو کوم کار تر لاسه کړي.

هغه کسان چې د ودانیو جوړولو لپاره یې د لنډ وخت په مخه کار ګر په کار وي له همدې ځایه کارګر له ځان سره بیایي.

د کارګرو له دغې ډلې ځینې یې کروندګر وو چې کروندې یې پرې يښي او ممبۍ ته د ودانیو جوړولو برخه کې کار کولو ته راغلي دي.

. شف پوجن له دوی نه یو دی چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ممبۍ ته راغلی، خو دوه کاله وړاندې یې د ودانیو جوړلو په برخه کې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس یواځې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه کوي:

'' تر دې وړاندې به مې د میاشتې شاو خوا ۲۰۰ ډالره د کار کولو له لارې ګټل. خو اوس د لنډ مهالو دندو له لارې په ډېره سختی سره کولای شم چې دریمه برخه یې تر لاسه کړم. اصلاً غواړم ډېر ژر خپل کلي ته ورستون شم. هلته لږ تر لږه کولای شم په کرونده کې د کار کولو له لارې یو څه پیسې وګټم.''

د اقتصاد له چټکې ودې سره سره د دندو رامنځته کول لا هم د هند لپاره لویه ننګونه ده.

هند کې له صنعت او ودانیو جوړولو وروسته په کروندو کې کار کول د کار موندنې لپاره لویه وسیله ده.

خو داسې اندېښنې شته چې د ودانیزو کارونو ځنډول په دغه هېواد کې کېدای شي کارګر اړ کړي چې بېرته کروندو ته مخه کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د اقتصاد له چټکې ودې سره سره د دندو رامنځته کول لا هم د هند لپاره لویه ننګونه ده

دلته د استوګنې یوه پروژه ده چې له دوو کاله راهیسې پرې کار کېږي. خو رغوونکي یې د پېردونکو په موندلو کې ستونزو سره مخ دي او د مالي سرچینو د لږوالي له امله یې د یوې ودانۍ د رغولو چارې ځنډولي دي.

د ودانیو جوړولو بېلابېل مواد دلته ليدل کېږي خو کارګر نه تر سترګو کېږي.

یواځې د استوګنې پروژې نه دي چې پر دندو یې اغېز کړی بلکې ځنډول شویو پرژو هم دغه ستونزه لویه کړې. سوداګریز شرکتونه د حکومتي پروسې پر ځنډنیتوب نیوکه کوي. د شرینات جي ډلې اجرئیوي مشر راجېش مهېتا وايي :

''د یوې پروژې د تایید برخه د حکومت له لوري ډېره ځنډول کېږي. له همدې امله یې د رغاونې برخه هم ورسته غورځول کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې پانګه وال او پېرودونکې باور له لاسه ورکړي.''

هند د نړۍ له هغو هېوادنو یو دی، چې د نفوس ډېره برخه یې ځوانان دي او دې ته اړتیا لري چې په کاري ځواک کې شاملیدونکو کسانو ته هر کال ۱۰ میلیونه دندې رامنځته کړي.

د اوږد مهاله پرمختګ لپاره به د آسیا د درېیم لوی اقتصاد لرونکی دغه هېواد ته اړینه وي، چې دغه هدف ته ځان وروسوي.