پاکستان د وګړو پېژندپاڼې بیا له سره ارزوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د ارزونې میکانیزم د بیا ارزونې د نوي میکانیزم له مخې د پاکستان د احوالو د ثبت اداره (نادرا) به د هرې ثبتې شوې کورنۍ مشر ته د ټیلیفوني پیغام له لارې د هغو کسانو نومونه ورلېږي چې د اړوندې کورنۍ د غړي په توګه یې ځانونه ثبت کړي دي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د ټولو وګړو پېژندپاڼې بیا له سره وارزوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د احوالو ثبت ادارې ته لارښوونه کړې چې د پېژند پاڼو د بیا ارزوني بهیر دې د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې تر سره کړي.

ښاغلي نثار علي خان د احوالو ثبت ادارې ته د پېژندپاڼو ارزونې لارښوونه وروسته له هغه وکړه چې جوته شوه د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ۲۰۰۱ م کال کې ځانته پاکستانۍ پېژند پاڼه جوړه کړې او په ۲۰۱۲ م کال کې یې بیا ارزونه هم شوې وه، چې په نړيوال ډګر کې یې پاکستان ته شرم واړاوهٔ.

نوموړي همداراز پر هغو بهرنیو چې پاکستانۍ پېژندپاڼې او پاسپورتونه یې اخیستي غږ کړی چې حکومت ته دې ځانونه ور پېژني، د نوموړي په وینا که داسې و نه کړي او ونیول شي نو له اووهٔ کاله زندان سره به مخامخ شي.

د ارزونې میکانیزم

د بیا ارزونې د نوي میکانیزم له مخې د پاکستان د احوالو د ثبت اداره (نادرا) به د هرې ثبتې شوې کورنۍ مشر ته د ټیلیفوني پیغام له لارې د هغو کسانو نومونه ورلېږي چې د اړوندې کورنۍ د غړي په توګه یې ځانونه ثبت کړي دي.

د کورنیو مشران به د ټیلیفوني پیغام له لارې د دغو نومونو پخلی کوي.

د انځور حقوق Getty

په دي توګه به د هغو کسانو پېژندپاڼې باطلې کړل شي چې د اړوندو کورنیو مشران یې د خپلې کورنۍ د غړي په توګه نومونه نه تاییدوي، خو د احوالو د ثبت ادارې (نادرا) پخواني مشر طارق ملک پاکستاني رسنیو سره په مرکه کي وویل ''په دومره لنډه موده کې د دغه راز اوږده بهیر بشپړول ناشوني برېښي''.

ښاغلي ملک د بیا ارزونې میکانیزم هم زوړ او ناسم وباله. د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان د احوالو ثبت د ادارې مالوماتي زېرمې پاکول اوږده اوپېچلې پروسه ده، د دغې ادارې پخوانی مشر طارق ملک وایي ''د روانې ستونزې لامل د پېژندپاڼو د ویش په بهیر کې شته نیمګړتیا ده''.

نوموړی په دې باور دی چې ۳۰ کاله وړاندې پاکستان ته د افغانانو له راتګ سره سم د کډوالو په توګه د هغوی د نومونو نه ثبتېدل یوه تېر وتنه وه، چې په وینا یې د سیمې په نورو هېوادونو کې دا چاره تر سره شوه او کډوال په پنډغالو کې مېشت کړل شوي و.

د انځور حقوق Getty

د هویت پېژند کړکېچ

د پاکستان د چارو ځینې کارپوهان روان حالت له ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴ کلونو سره پرتله کوي او د هویت یا پېژند کړکېچ یې بولي.

هغه مهال د ذوالفقار علي بوټو له خوا د پېژندپاڼو له ویش سره سم بنګله دیش له پاکستانه بېل شو، نو پاکستاني چارواکو ته هغه مهال هم دا مالومول ګران و چې کومې پېژند پاڼې باطلې کړي او کومې نه.

د انځور حقوق