کلیفورنیا پوهنتون کې ډزو دوه کسان وژلي

د انځور حقوق Getty

د امریکا پولیس وايي، د لاس انجلیس ښار کلیفورنیا پوهنتون کې دوه نارینه په ډزو وژل شوي، چې یو پکې وسله وال دی.

څېړونکي وايي، اټکل نه کوي چې ګني په پېښه کې دې بل مشکوک کس هم وي.

له پېښې وروسته پولیسو سم لاسي ځای کلابند کړ.

دواړه وژل شوي کسان د دفتر په یوه کوچنۍ خونه کې موندل شوي، خو د هویت په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د لاس انجلیس د پولیسو مشر چارلي بیک خبریالانو ته وویل، د پېښې په ځای کې یوه تومانچه هم موندل شوې ده.

دی زیاتوي: ''د قتل جرم او ځانوژنې پېښه شوې ده''.

‎کلیفورنیا پوهنتون کې شاوخوا ۴۳ زره محصلین زده کړې کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د ۲۰۱۵ اکتوبر میاشت کې د امریکا اورېګون ایالت ډزو کې ۹ کسان په ډزو وژل شوي وو

له پېښې وروسته پوهنتون د یوې ورځې لپاره درسونه لغوه کړي، خو اټکل دی چې د پنجشنبې په ورځ بېرته پیل شي.

د ۲۰۱۵ کال اکتوبر میاشت کې د امریکا ټکساس او اریزونا ایالتونو دوو پوهنتونو کې جلا ډزو کې لږترلږه دوه محصلین وژل شوي.

لومړۍ پېښه د اریزونا ایالت نورزن پوهنتو کې شوې، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د انځور حقوق AP
Image caption دا کالج د روزنبرګ په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی، چې نژدې ۳۰۰ کسان زده کړې پکې کوي

په دویمه پېښه کې، چې څو ساعته وروسته وشوه، د ټکساس ایالت ساتیرن پوهنتون ته څېرمه د محصلینو د غونډېو په یوځای کې وشوه، چې یو کس پکې

ووژل شو.

ورته مطالب