پاکستان کې سخت توپان لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړي

د انځور حقوق Other
Image caption د پاکستان د هوا ادارې په خبره د دغه توپان او باد چټکتیا په اسلام اباد کې له ۱۱۰ تر ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت و.

پاکستاني چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا ایالت په ګډون په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې تېره شپه د سختو بادونو او توپان له امله لږ ترلږه ۱۴ کسان مړه شوي او نژدې ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، د پنجشنبې په شپه تېزو بادونو او توپان په دغو سیمو کې کورونه نړوالي او ونې یې له بېخه ویستي دي. ډېر کسان د کورونو نړېدو له امله مړه شوي او ځینې بیا پر سړکونو د ونو غورځېدو وژلي دي.

د حکومتي شمېرو له مخې، ۱۰ کسانو په اسلام اباد او راولپنډۍ او ۴ په خیبر پښتونخوا کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، اسلام اباد د ونو او ځینو سیمو کې د برېښنا ستنو چپه کېدو له امله اکثره لارې او کوڅې د خلکو پرمخ بندې دي. د اسلام اباد هوایي ډګر چارواکي وایي، د توپان له امله ډېری کورني او بهرني الوتکې اړ شوي چې خپل مسیر بدل کړي او د اسلام اباد پرځای د لاهور په هوایي ډګر کې کېني.

بلې خواته د اسلام اباد په اې-۹ سیمه کې د مېوې او سبزیو په يوه منډۍ کې د برق مزو راپرېوتو له امله اور ولګېد چې یو ساعت وروسته يې مړ کړ. په همدې منډۍ او ډېری نورو سیمو کې توپان او تېزو بادونو خلکو ته مالي تاوان هم رسولی دی.

د پاکستان د اب و هوا ادارې په خبره د دغه توپان او باد چټکتیا په اسلام اباد کې له ۱۱۰ تر ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت و، چې ساری يې په وروستیو کلونو کې نه دی لیدل شوی.

د انځور حقوق Other
Image caption اسلام اباد کې د ونو او ځینو سیمو کې د برېښنا ستنو چپه کېدو له امله اکثره لارې او کوڅې د خلکو پرمخ بندې دي.

ورته مطالب