سوري ځواکونه د داعش مرکز رقې ښار پر پولې واوښتل

د انځور حقوق AFP

د سوریې دولتي ځواکونه وتوانېدل تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لومړي ځل لپاره دې هېواد کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اصلي مرکز رقې له پولو واوړي.

خبري اژانسونو د سوریې بشري حقونو څارونکو د یوه مدیر له خولې لیکلي چې د سوریې دولتي ځواکونه د روسیې هوایي ځواکونو په ملاتړ رقې ولایت ته ننوتي دي.

د رقې په شمال کې د فرات بند ته نژدې هم په تېرو ورځو کې د داعش اورپکو او د امریکا ملاتړ لرونکي کردي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

ورته مطالب