هند محکمې د ګجرات ډله ییزې وژنې په تړاو ۲۴ کسان محکوم کړل

د انځور حقوق AP

د هند ګجرات ایالت کې د ۲۰۰۲ کال هغو بلواوو لړ کې چې د مسلمانانو خلاف شوې وې، اوس یوې محکمې ۲۴ کسان مجرمان پېژندلي دي.

دغې ځانګړې محکمې دغه راز د احمد اباد ښار هغو پېښو په تړاو نیول شوي ۳۶ نور کسان خوشي کړي دي. ګڼو خلکو هغه مهال پر ګلبرګ نومي یوې ودانۍ برید وکړ او پکې یې ۶۹ کسان ژوندي سوځولي وو.

دغه پېښه د هند له خپلواکۍ وروسته تر ټولو ناوړه بلوا بلل شوې. له هغه وروسته، چې پر یوه اور ګاډي ډزې وشوې او پکې ۶۰ هندو زیارت کونکي ووژل شول، د بلواوو په ترڅ کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ډېری یې مسلمانان وو.

پر مسلمانانو تور پورې شوی و، چې ګواکې لومړی دوی پر ریل ګاډي ډزې کړې وې.

له هغه وروسته د غچ اخیستنې په موخه پاریدلو هندو لاریونیانو پر مسلمان مېشتو سیمو بریدونه وکړل. هغه کسان، چې د هند پر لومړي وزیر نرېندرا مودي نیوکې کوي، وايي نوموړی هغه مهال د ګجرات ایالت مشر وزیر و او د دغو پېښو مخنیوي لپاره یې لږې هڅې کړې دي.

د احمد اباد ګلبرګ نومي ودانۍ، چې هندو لاریونیانو پرې برید وکړ او ډېری مسلمان اوسېدونکي یې ژوندي سوځول شوي وو، کورونه یې هم سوځول شوي وو.

د پنجشنبې په ورځ محکمې د دغې پېښې په تړاو ۱۱ کسان په وژنه تورن کړل او پاتې نور یې له دې په ټیټو جرمونو کې ککړ وبلل.

هغه کسانو کې، چې د وژنو مجرمان بلل شوي دی، د سخت دریځي هندو ډلې وشوا هندو پرېشد یو ځايي مشر هم شامل دی. د دوشنبې په ورځ به دغو کسانو ته سزا اعلان شي.

د قاضي پي بي ډیسايي، په خبره داسې ثبوتونه نه دي موندل شوي، چې ګواکې دغه بریدونه له مخکې پلان شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې یو مشهور مسلمان سیاستوال او د کانګریس ګوند ایالتي پارلماني غړی احسان جعفري هم شامل و. پېښه کې ژوندي پاتې کسان وايي نوموړي له ځانه د دفاع لپاره له خپله ټوپکه ډزې کړې وې.

د نوموړي کونډه زکیه جعفري، وايي وژل شوي میړه یې له ښاغلي مودي نه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي نوموړی یې مرستې ته را نه غی.

ښاغلي مودي په دې لړ کې تل کومه ناسمه کړنه رد کړې او د بلواوو په تړاو یې بښنه نه ده غوښتې.

د دغو پېښو په تړاو لومړنۍ څېرنې د ګجرات پولیسو وکړې او وروسته د هند سترې محکمې له لوري ۲۰۰۸ کال کې د یوې ټاکل شوې ځانګړې ډلې له لوري د دغو پېښو په اړه څېړنې تر سره شوې.

دغې ډلې د لسو دغه ډول پېښو په اړه څېرنه کړې، چې یوه یې د ګلبرګ پېښه ده.

د څېړنو پایله کې یو شمېر کسان وار له مخه محکوم شوي دي.