له امریکا سره د خمیني مستقیمې اړیکې څرنګه پیل شوې؟

د ۱۹۷۹ کال جنورۍ پر ۲۷ مه،‌ د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر ایت الله خمیني،‌ چې امریکا ته یې د (ستر شیطان) خطاب کړی و،‌ واشنګټن ته پټ پیغام استولی و.‌

له پاریس نه بهر په جلاوطنۍ کې نوموړي له خپل کوره لږترلږه دوه ځلې مستقیماً‌ د امریکا له ولسمشرانو سره اړیکي نیولي او ژمنه یې ورسره کړې ده چې د امریکا ګټې به په خطر کې نه اچوي.

د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې)‌ د اسنادو پربنسټ،‌ ایت الله خمیني یوځل په ۱۳۴۲ کال د امریکا د هغه وخت له ولسمشر جان ایف کنیډي سره د ایران د انقلاب له بریا څو ورځې وړاندې او بل ځل یې له جیمي کارټر سره اړیکي نیولي دي.

په اسنادو کې په ډاګه شوې ده، چې خمیني د کارټر ادارې ته د یوې معاملې وړاندیز کړی و،‌ نوموړي ویلي وو:‌ د ایران پوځي مشران تاسو ته غوږ نیسي، خو د ایران خلک زما امر مني.

خمیني وړاندیز کړی که چېرې ولسمشر جیمي کارټر پر پوځ دده د واکمن کېدو لپاره لاره اواره کړي، نو دی به ولس ارامه کړي. ټیکاو به راشي، او په ایران کې به د امریکا ګټې خوندي او وګړي وساتل شي.

په دې وخت کې،‌ د ایران وضعیت په ګډوډېدو و،‌ لاریون کوونکي له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان وو،‌ هټۍ تړل شوې وې،‌ عامه خدمتونه په ټپه ولاړ و،‌‌ پرهمدې مهال د کارګرو د اعتراض غږ راپورته شوی و او د تېلو په تړاو معاملې بندې شوې وې او د لوېدیځ ګټې په خطر کې وې.

Image caption د ایران ورځپانو د شاه له خوا د ځمکو د اصلاحاتو او د مخالفانو د نیولو خبرونه خپرول
Image caption ولسمشر کینډي (منځ کې) او شاه (کیڼې خوا ته)

د کارټر په هڅونه، د ایران مطلق مشر محمد رضا شاه پهلوي، چې په (شاه) یې شهرت درلود،‌ په رخصتۍ بهر ته تللی و، او پر ځای یې د ایران نا محبوبه لومړی وزیر او یو ۴۰۰،۰۰۰ کسیزه بې نظمه پوځ چې د امریکا پروسلواو مشورو باندې ډیر متکي وو ترشا پرېښی وو

خمیني له عصباني شوي پوځ نه په ډارکې وو. شاه ته وفادارو لوړو افسرانو له ده څخه کرکه درلوده. خمیني غوښتل ي د شاه ’’لنډ مهاله رخصتۍ’’ دایمي کړي. نو یوه شخصي غوښتنه ېې وکړه.

خمیني په خپل شخصي پیغام کې سپینې ماڼۍ ته وویل چې د ۳۷ کلن ستراتیژیک ملګري د لاسه تلو له امله دې نه وارخطا کېږي او ډاډ یې ورکړ چې دی به هم د هغوی یو ملګری وي.

د خمیني پیغام د امریکا د متحدو ایالتونو د هغو نویو خپرو شویو حکومتي اسنادو لکه ډپلوماټیکو پیغامونو، د تګلارو په اړه یادښتونو، او د غونډو یادښتونو د مجموعې یوه برخه ده، چې خمیني سره د امریکا د پټو اړیکو کیسه کوي چې تر ډېره حده تراوسه نه وه څرګنده شوې. خمیني هغه مرموز روحاني چې ډیر ژر به په ټوله نړۍ کې اسلامي بنسټپالنې او امریکايي ضد احساساتوته الهام ورکوي.

د آیت الله پیغام په حقیقت کې، دده د دفتر د مشر او په فرانسې کې د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومت د یو استازي ترمنځ د دوه اونیو مستقیمو خبرو اترو د اوج ټکی وو- یوه خاموشه پروسه چې ایران ته د خمیني خوندي بیرته ستنېدلو اوګړندي واکمنېدلو- او د ایران او امریکا ترمنځ د لسګونو کلونو سخت تاوترخوالي ته ېې د لارې په اوارولو کې مرسته وکړه.

Image caption ولسمشر کارټر او شاه - د ایران له انقلاب وړاندې
Image caption ۱۹۷۸ کال، نومبر - سالیوان (ښۍ خوا ته) له ولسمشر کارټر سره

د ایران د انقلاب په اړه رسمي ایرانی روایت دادی چې وايي خمیني په زړورتیا سره د امریکا د متحدو ایالتونو مقابله وکړه او په واک کې د شاه د ساتلو لپاره د ’’ستر شیطان’’ سختې هڅې ېې له ماتې سره مخامخ کړې.

په سند کې راغلي: ''نوموړي د اسلام او نورو دینونو په تېره بیا مسیحیت ترمنځ د نژدې همکارۍ په اړه توضیح ورکړه''.

په اسنادو کې راغلي، له تهران نه د شاه له تګ دوه ورځې وروسته،‌ امریکا د خمیني استازي ته وویل،‌ په اصولو کې سره موافق دي چې د ایران اساسي قانون دې بدل شي.‌

کینډي ته پیغام

Image caption جیمي کارټر او سایرس ونس (د امریکا د بهرنیو چارو د هغه وخت وزیر)

دا لومړی ځل نه و چې واشنګټن ته د خمیني پیغام رسېږي.

په ۱۹۶۳ کال ایت الله یوازې په خوله پر شاه نیوکه کوله.‌ په جون میاشت کې، هغه تندې ویناوې پیل کړې،‌ چې په لړ کې یې د کینډي د ادارې له خوا په شاه فشار راوړل شو، همدا وو چې (سپینه کودتا) پیل شوه د ځمکې د اصلاحاتو پروګرام پیل شو او ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شو.

فورا له تاوتریخوالي ډک درې ورځېني اعتراضونه پېل شول، چې د پوځ لخوا ژر وځپل شول.

د سي ای اې اسناد ښيي چې د ۱۹۶۳ کال په نومبر میاشت کې خمیني د کینډي د ادارې د ملاتړ په موخه یو نادر پیغام واستاوه، خو نوموړی تهران کې په کور کې کلابند و.‌

Image caption له ایران ته د شاه د وتلو په تړاو د ورځپاڼو سرلیکونه

دا هغه وخت و چې څو ورځې وړاندې پوځي ډزې کوونکي ډلګۍ د مظاهرو دوه سمبالوونکي تورن کسان اعدام کړل، په دې لړ کې ایران ته د شوروي د مشر سفر هم د امریکا پر زړه غڼې ګډې کړې چې ګني له شوروي اتحاد سره تهران د همکارۍ په تار ځان تړي.

خمیني د شاه نژدې جګپوړي سړي ته وویل باید پوی شي چې دی له امریکا سره شخړه نه لري. د سي ای اې (په ایران کې اسلام) د ۱۹۸۰ کال د تحلیل یوه برخه په ۲۰۰۸ کال کې په عام ډول خپره شوه:‌‌

خمیني غوښتل چې د شاه اصلي ملاتړی وپوهیږي چې دی له امریکاسره شخړه نه لري، بلکې خمیني د امریکا متحدو ایالتونو ته وویل چې، د شوروي او بریتانوي اغیز سره د مقابلې لپاره هلته د امریکا شته والی ضروري دی.

د سفارت په اسنادو کې د خمیني د پیغام بشپړ متن پټ پاتې شوی،‌ چې دا مهال د امریکا په ارشیف کې ساتل کېږي،‌ خو لنډیز یې (په ایران کې اسلام) ‌سند کې راغلی دی.

دغه سند په حقیقت کې د سي ای اې د ۱۹۸۰ کال ۸۱ مخه لرونکی تحقیقاتي راپور دی،‌ چې د ایت الله خویی، ایت الله شریعتمداري او ایت الله خمینی په اړه سوابق پکې راغلي دي.

په ۲۰۰۵ کال د سي ای اې راپور بهر ته راووت،‌ خو د ایت الله خمیني د پیغام اړوند ځینې حساس پراګرافونه پکې سانسور شول.

د ۲۰۰۸ کال په دسمبر میاشت کې، د جیمي کارټر د ولسمشرۍ کتابتون د سند یوه بله لمېسه (کاپي) په ډیجیټل بڼه خپره کړه چې له سانسور پرته متن راغلی و، خو تر اوسه پورې د مؤرخینو او څېړونکو له سترګو پټه ‌ساتل شوې.

Image caption خمیني پر ایرانیانو غږ وکړ چې خپل لاریونونه وغځوي - په همدې ورځ زیمرمن یزدي ته وویل، چې پوځ د راتلونکې لپاره سم دی

ښکاره نه وه چې د امریکا دیموکرات ولسمشر د ایت الله خمیني پیغام لوستی او که نه،‌ خو ولسمشر کنیډي دوه اونۍ وروسته د ټکساس ایالت په دالاس کې ووژل شو.

یو کال وروسته،‌ خمیني له ایران نه تبعید شو. هغه د شاه پرضد نوی برید پیل کړ،‌ دا ځل یې په ایران کې د امریکايي پوځيانو لپاره د عدلي خوندیتوب د غځولو په اړه و.‌

د تبعید استوګنځي ته له تګ لږ وړاندې خمیني په ډاګه کړه چې ''د امریکا ولسمشر باید پوه شي چې هغه [شاه] زموږ په ولس کې تر ټولو ډېر کرکجن شخص دی''.

اوس دی د داسې یو حرکت مشر وو چې نژدې و ایران له شاهي نظام څخه خلاص کړي. سپینه ماڼۍ د خمیني د واکمنېدو او د شاه د سقوط په اړه ډېره اندېښمنه نه وه.

Image caption خمیني په الوتکه کې تهران ته راوړل شو

پنځلس کاله وروسته،‌ خمیني پاریس کې د تبعید موده پوره کړه. اوس دی د یوه داسې حرکت مشر دی چې ایران یې د ګډوډۍ پر پاڼ درولی. خو بریالیتوب ته نژدې، ایت الله بیا هم امریکا ته اړتیا لرله.

مهم لوبغاړي

ایران

ایت الله روح الله خمیني: د شیعه مسلمانانو مذهبي مشر، د ۱۹۷۹ کال په لومړیو کې یې پاریس کې د تبعید ژوند کاوه.

‌ایت الله محمد بهشتي: په ایران کې په خمیني پسې دویم مشر،‌ شیعه ملا و چې د امریکا له خوا د مصلحت غوښتونکي په توګه پېژندل شوی و

‌ابراهیم یزدي: ایرانی ـ‌امریکایی فزیکپوه چې په هوسټن ټکساس کې اوسېده، بیا وروسته د خمیني ویاند او سلاکار شو

محمد رضا شاه پهلوي: د ایران وروستی پاچا،‌ چې د امریکا ملاتړ ورسره و

شاپور بختیار: د شاه وروستی لومړی وزیر

د کارټر اداره

ویلیم سولیوان:‌ ایران کې د امریکا سفیر

سیرس وان: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

وارن زیمیرمن:‌ فرانسه کې د امریکا سیاسي کونسل، چې خمیني ته د امریکا د پیغام رسولو ګټه ترې اخیستل کېده

رابرټ‌ اي هیسر:‌ د امریکا د هوايي ځواکونو جنرال چې د کارټر له خوا د ۱۹۷۹ کال په جنورۍ کې تهران ته د پټ ماموریت لپاره استول شوی و

د ۱۹۷۹ کال جنورۍ کې، خمیني ته دا وخت ډېر مهم و،‌ خو د امریکا له وروستۍ مداخلې هم په ژوره اندېښنه کې و، چې ګني د ۱۹۵۳ کال کودتا تکرار نه شي، کله چې سی ای اې واک ته د شاه په ستنولو کې د هغه ملا وتړله.

د شاه له نوي لومړي وزیر شاپور بختیار سره وضعیت چاودلو ته نژدې و، هوايي ډګر ته نژدې یې ځواکونه او ټانکونه ځای پرځای کړل،‌ او په جنورۍ کې یې د خمیني د ستنېدو د پلان لپاره مزاحمت پیل کړ.‌

ښکارېده چې ایران د کورنۍ جګړې لمنې ته ورټېل وهل کېږي: ‌د غوره شاهي ګارډ کنډکونه د خپل پاچا لپاره تر مرګ پورې جنګېدو ته چمتو وو؛ خو په مقابل کې یې د امام ملاتړي هم وسله والې مبارزې او مرګ ته چمتو شوي وو.

Image caption د کارټر په اداره کې زبیګنیو بریژنسکي د شاه له ټینګو ملاتړ څخه و

سپینه ماڼۍ په وېره کې وه چې د ایران کورنۍ جګړه به د امریکا ستراتیژیکو ګټو ته لوی زیان ورسوي او د امریکا د زرګونو پوځي سلاکارانو ژوند به په خطر کې واچول شي؛ او په ایران کې به د امریکا د پرمختللو وسلو سیستم امنیت له ګواښ سره مخامخ شي،‌ هلته به یې ایف ۱۴ جیټ الوتکې او د تېلو ګټه وټه له خطر سره مخامخ شي او په ایران کې به د امریکا د قدرت تر ټولو مهم بنسټ (پوځ) به سیند لاهو شي.

په پیل کې د خمیني د راپورته کېدو او د شاه د زوال لږ خبرداری و،‌ خو ولسمشر کارټر وړاندې هغه وړاندیز رد کړی و چې د خمیني او پوځ ‌ترمنځ‌ معامله دې غوڅه کړي.

د ۱۹۷۸ کال د نومبر پر ۹ مه،‌ داسې نوی سند په ډاګه شو چې په ایران کې د امریکا سفیر ویلیم سولیوان خبرداری ورکړ چې شاه د هلاکت کندې ته سیخ شوی. وغوښتل شول چې واشنګټن ښايي شاه او د هغه جګپوړي جنرالان له ایران نه وباسي، او بیا د کشرو قومندانانو او خمیني ترمنځ معامله وکړي.

Image caption ایت الله خمیني په نوفل لوشاتو کې د خپل مرستیال ابراهیم یزدي له لارې له امریکا سره خپل نظر او پیغام شریکاوه

په بله ورځ کارټر په اروپا کې د امریکايي ځواکونو مرستیال مشر جنرال رابرټ اي هیسر تهران ته واستاوه چې د شاه جنرالانو ته دا خبره ورسوي چې ټینګ کښېني او د لومړي وزیر بختیار پرضد ''کودتا ته ورونه دانګي''.

د جنورۍ پر پنځمه،‌ خمیني پاریس کې د امریکا سلاکار ته وویل: ''د تېلو په اړه باید کومه اندېښنه نه وي. دا سمه نه ده چې ګني موږ به پر امریکا تېل ونه پلورو''. د خمیني هدف دا و چې پیغام یې واشنګټن ته ورسول شي.

پټې ناستې

د جنورۍ پر ۱۵ مه نژدې ماسپښین مهال،‌ فرانسه کې د امریکا د سفارت سیاسي کونسل وارن زیمرمن له پاریس نه بهر د نیوپلی لي چتیو ښار هغه یوه کوچني ارام هوټل ته ورسېد،‌ چې خمیني پکې اوسېده.

زیمرمن یوکال وروسته خپله کیسه داسې بیان کړه ''زه هلته ورغلم،‌ یو لوی خوړنځی تش، یکي یو کس یوه میز ته ناست و،‌ دا سړی یزدي و''.

د اساسي قانون ساتل

دا د خمیني د دفتر مشر ابراهیم یزدي (ایرانی ـ امریکایی فزیکپوه) و. دواړو یو او بل ته ښه خبرونه لرل.‌ خمیني بهشتي ته امر وکړ چې له جنرالانو سره وګوري، یزدي یې تایید کړ.‌

Image caption په تهران کې د هغه وخت د امریکا سفیر ویلیم سالیوان (کیڼ لاس ته) د ایران د کړکېچ د حل لار یوه 'اخوندي نظام' ته د حکومت د واک په لېږدولو کې لیده

د دوی د دویمې ناستې پرمهال، واشنګټن خمیني ته خبرداری ورکړ چې ''ناڅاپي ستنېدل'' به یې په ناورین تمام شي،‌ ځکه چې د ایران پوځ به (د اساسي قانون د ساتلو لپاه)‌ غبرګون وښيي.

په ایران کې د لسګونو ایرانیانو او امریکایانو د یرغمل کېدو پرمهال،‌ خمیني وویل:‌‌ ''امریکا لعنتي هېڅ نه شي کولی''. نوموړي د انقلاب د بریالیتوب په لومړۍ کالیزه کې ویل، ایران به په ګرده نړۍ کې د امریکا له امپریالیزم سره وجنګېږي:‌ ''موږ به خپل انقلاب ټولې نړۍ ته صادر کړو.‌ دا یو اسلامي انقلاب دی''.

د ایران مذهبي مشر دت اسناد 'جعلي' وبلل

د ایران مذهبي مشر د بي بي سي له خوا د دغو تازه اسنادو د خپرولو په غبرګون کې ویلي، امریکا دغه اسناد په ''جعلي'' ډول جوړ کړي دي.

ایت الله علي خامنه اي د ''ایران د اسلامي جمهوریت'' د بنسټګر ایت الله خمیني د اوه ویشتم تلین په مراسمو کې ددغو اسنادو افشا کېدل ''د امریکا او بریتانیا د دولتونو د دښمنۍ'' یوه نښه وبلله.

د انځور حقوق Khamenei.ir
Image caption ایت الله علي خامنه اي د ''ایران د اسلامي جمهوریت'' د بنسټګر ایت الله خمیني د اوه ویشتم تلین په مراسمو کې ددغو اسنادو افشا کېدل ''د امریکا او بریتانیا د دولتونو د دښمنۍ'' یوه نښه وبلله.

ده وویل: ''د امام د تلین په مناسبت، د انګریزانو تبلیغاتي چینل د امام پرضد په اصطلاح یو سند خپور کړی؛ د پاک او مطهر امام پرضد. سند یې له کوم ځایه راوړی؟ له امریکايي سرچینو څخه. هغه امریکا چې خپله مسافر وړونکې الوتکه له منځه وړي، د انګریزانو دښمني هم داسې درواخله''.

د خامنه اي د خبرو ځینې مهم ټکي

''که چېرې موږ له څه ورتېر هم شو، امریکا له خپل ویجاړوونکي رول څخه نه راګرځي. زموږ فعال او هڅاند وروڼه له ۱+۵ سره په خبرو کې پایلې ته ورسېدل، اسلامي جمهوریت خپلې ژمنې پوره کړې، امریکا په ژمنه نه درېدو کې تاریخ لري؛ په هره بله معامله کې که چېرې تاسو ورتېر شئ، امریکا نه درتېرېږي''.''د امام له مړینې وروسته مو چې هرځای انقلابي کار کړی، مخکې تللي یو؛ او هرځای مو چې انقلاب نه دی کړی او جهادي غفلت مو کړی، شا ته پاتې شوي یو. دا یو واقعیت دی. زه په دې کلونو کې مسؤول وم؛ که چېرې کومه نیمګړتیا وي، ما ته هم متوجه کېدای شي''.''دا سوچ کول به تېروتنه وي چې انقلاب یعنې سخت دریځي. دا پردی سوغات چې پردیو او د ایران دښمنانو رواج کړی، باید زموږ په سیاسي فرهنګ کې ځای ورنه کړل شي. دوی انقلابي سخت دریځی بولي، او غیر انقلابي منځلاری؛ دا د پردیو دوه مخي ده''.

د ایران مذهبي مشر دا هم وویل: ''هرڅوک چې د اسلام پر لوري حرکت کوي، که چېرې پر امریکا تکیه وکړي، نو لویه تېروتنه به وکړي؛ لویې دښمنۍ د امریکا او خبیث انګریز له خوا دي''.