هیلري کلنټن 'د امریکا دیموکرات ګوند کاندیداتوري ګټلې'

د انځور حقوق Reuters

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې هیلري کلینټن کافي رایې ترلاسه کړي ترڅو د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند په استازیتوب سیالۍ ته ودرېږي.

مېرمن کلنټن د کاندیداتورۍ لپاره خپل ګوند کې د لازم شمېر استازو ملاتړ خپل کړی او په راتلونکو ټاکنو کې به ددې ګوند نومانده وي.

د اسوشیټډ پرېس شمېرو پر بنسټ، مېرمن کلنټن ۲۳۸۳ شمېرې ته رسېدلی چې د نوماندۍ لپاره لازم نصاب حد دی.

هغه به په ټاکنو کې د امریکا یوه عمده ګوند لومړنۍ ښځینه استازې وي.

د ورمانټ ایالت سناتور برني سینډرز چې د هغې سیال دی ویلي، د جون میاشتې تر ناستې به له سیالیو لاس وانخلي.

اسوشیټډ پرېس ویلي، مېرمن کلنټن په پورتوریکو کې په یوه لوی بریالیتوب سره او د ځانګړو استازو په نوم ددې ګوند داخلي استازو شمېر لوړوالی چې له هغې ملاتړ کوي، دې ځای ته ورسېده.

د ښاغلي سنډرز ویاند مایکل بریګز په یوه بیانیه کې د ځانګړو استازو په شمېرلو کې د رسنیو پر دغه "بیړني" ګام نیوکه وکړه او ویې ویل چې ددې استازو د نظر خپلولو لپاره به سیالي دوام ولري.

تر دې خبر خپرېدو لږ وروسته مېرمن کلنټن د کلیفورنیا ایالت په لانګ بیچ ښار کې یوې غونډې ته وویل، "د یوې تاریخي او بېسارې شېبې په درشل کې یو، خو لا هم کار پاتې."

هغې زیاته کړه: "سبا په شپږو ایالتونو کې رایه اچونه ده او د هرې یوې رایې لپاره به سخته مبارزه وکړو، په ځانګړې توګه دلته کلیفورنیا کې."

استازي د ګوند تر ملي ناستې وړاندې له یوه کاندید نه د خپل ملاتړ ژمنه اعلانوي، خو رسمي او وروستۍ رایه د ناستې ترسره کېدو مهال ده.

په همدغه ملي ناسته کې د ګوند کاندید په رسمي ډول پېژندل کېږي.

د سناتور سینډرز کمپاین ویلي، هغوی د ځینو ځانګړو استازو د نظر بدلولو هڅه وکړي چې له مېرمن کلنټن نه یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

ورته مطالب