په ډېرو اسلامي هېوادونو کې روژه دوشنبه پیلېږي

سعودي عربستان کې چارواکو ویلي، چې دوشنبه د جون میاشتې شپږمه ورځ به د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي.

قطر، متحدو عربي اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته اعلان کړی. دغه اعلان په یادو هېوادونو کې د میاشتې له لیدو وروسته شوی.

په افغانستان کې چې په دودیز ډول روژې او اخترونه له سعودي سره هم مهاله لمانځل کېږي، سترې محکمې ویلي چې روژه به پر دوشنبه پیلېږي.

د مصر دارالافتاء هم ویلي چې د روژې میاشت ولیدل شوه نو "یکشنبه د جون ۵ مه به د شعبان وروستۍ او دوشنبه د جون ۶مه به د روژې لومړۍ ورځ وي".

همداراز د خلیج په نورو هېوادونو کویټ، متحده عربي امارات، قطر او بحرین، مصر او اسټرالیا کې به هم دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ وي.

د روژې پیل او د اختر ورځې ټاکل تل د اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه مسئله ده او آن دیني پوهان هم نه دي توانېدلي چې د حل لپاره یې لار راوګوري.