'اسلامي دولت' له فلوجې تښتېدونکي ولسي وګړي په 'ډزو' وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګڼې کورنۍ فلوجه کې بندې پاتې دي، خو نژدې زر کورنۍ له فرات نه په اوښتو بریالۍ شوې دي

د ناروې د کډوالو شورا د عراق فلوجې ښار د اوسېدونکو له خولې ویلي، له ښاره د تېښتې پرمهال پرې د 'اسلامي دولت' ډلې جنګیالیو ډزې کړې دي. ویل کېږي خلک د فرات له سیند نه په تېرېدو کې له یخچالونو، لرګینو کمودونو او بوشکو ګټه اخلي.

یاده شورا وايي، له هغو کورنیو سره غږېدلې ده، چې د تېښتې هڅه یې کوله، چې وايي د فرات له سیند نه د اوښتو پرمهال د 'اسلامي دولت' ډلې جنګیالیو له بریدونو سره مخامخ شول.

یاده سرچینه وايي: ''له کورنیو سره شوې مرکې څرګندوي چې ولسي وګړي له جګړې نه د اوبو له لارې د تېښتې پرمهال د وسله والو ډلو له بریدونو سره مخامخ شوې دي''.

د عراق پوځ د ولسي پاڅون په ملاتړ هڅه کوي چې د نړیوال ایتلاف په هوايي همکارۍ فلوجه ښار له 'اسلامي دولت' ډلې بېرته ونیسي.

ویل کېږي لاهم فلوجه ښار کې نژدې ۵۰ زره وګړي بند پاتې دي، چې له یوې خوا د عراقي ځواکونو له خوا پرې بریدونه کېږي او بل پلو یې 'اسلامي دولت' ډله وتلو ته نه پرېږدي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر فلوجې ښار د شیعه بدر کنډک له شمالي صقلاویه سیمې بریدونه پیل کړي

د تېرې میاشتې وروستیو کې عراقي ځواکونو د فلوجې بېرته نیولو پوځي عملیات پیل کړل.

فلوجه ښار د عراق له پلازمېنې بغداد نه لوېدیځ ته نژدې ۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې پرې 'اسلامي دولت' ډله واکمني کوي.

رپوټونه وايي، هلته خلک له ډېرو کړاوونو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Reuters

رویټرز خبري اژانس د فلوجې عامریه سیمې د سیمه ییزې شورا د مشر له خولې ویلي، تښتېدونکي خلک په اوبو کې د پورې وتلو لپاره له ابتدايي څیزونو ګټه اخلي:

''خلک له یخچالونو، لرګینو کمودونو او داسې نورو شیانو ګټه اخلي. ډېره وېره شته چې ولسي وګړي دې په اوبو کې ډوب شي''.

له فرات سیند نه تر زرو ډېرې کورنۍ پورې وتلې دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب