اردن کې استخباراتي افسران وژل شوي

د انځور حقوق GETTY
Image caption بقعا کمپ په ۱۹۶۷ کال د عربو – اسرائیلو د جګړې پایله کې په ۱۹۶۸ کال د فلسطیني د لوېدیځې تراډې او غزې تراډې د کډوالو د سرپناه لپاره جوړ شوی و.

د اردن پلازمېنې عمان ته څېرمه د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ کې بمي برید لږترلږه پنځه کسان وژلي چې درې د اردن استخباراتي افسران دي.

د اردن حکومت ویلي، 'دغه ترهګریز' برید د عمان په شمال کې د بقعا کمپ کې ګهیځ مهال اوه بجې وشو.

بقعا کمپ په ۱۹۶۷ کال د عربو – اسرائیلو د جګړې پایله کې په ۱۹۶۸ کال د فلسطیني د لوېدیځې تراډې او غزې تراډې د کډوالو د سرپناه لپاره جوړ شوی و.

د اردن یوه حکومتي ویاند محمد موماني ویلي، په برید کې د استخباراتي سازمان افسران- چې په کمپ کې و، په نښه شوي دي.

تر اوسه د برید په تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

ځینې رپوټونه وايي، پنځه واړه وژل شوي د څارګرې ادارې کارکوونکي دي، دا هم ویل کېږي چې دوه وژل شوي د یوه دفتر کارکوونکي دي.

د ملګرو ملتونو د بیارغونې او کار سازمان ویلي بقعا په اردن کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالی دی.

د اټکل له مخې په دغه کمپ کې تر ۱۰۰۰۰۰ کډوال ځای پرځای شوي وو.

سرچینه وايي، یاد پنډغالی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، چې مهمې یې بې کاري، بې وزلي او د زېربناوو له منځه تلل دي.

اردن یو له هغو هېوادونو دی چې په عراق او سوریه کې یې د (اسلامي دولت – داعش) ډلې پروړاندې بریدونو کې برخه اخیستې ده.

د ۲۰۱۴ کال دسمبر میاشت کې، د اردن د یوې جنګې الوتکې پیلوټ د داعش تر واک لاندې سیمو کې ددغې ډلې لاس ته ورغلی او لږ وخت وروسته یې ژوندی وسوځاوه.

نژدې درې میاشتې وړاندې اردن اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د داعش د ترهګریزو بریدونو پلان شنډ کړی دی.

ورته مطالب