اروپا کې مسلمانان تر ټولو اوږده روژه نیسي

له تېرو ۳۳ کلونو راپدېخوا، په بریتانیا او اروپا کې سږ کال مسلمانان تر ټولو اوږده روژه نیسي، داسې چې د روژې میاشت د لمر له پسرلني اوښتون سره مخامخ شوې، چې د ورځې په اوږدو کې ساعتونه هم ورسره ډېر شوي دي.

د سویډن او ډنمارک په څېر هېوادونو کې د مسلمانانو روژه تر ټولو ډېره اوږده اټکل شوې ده، خو د ارجنټاین، برازیل او استرالیا په شان هېوادونو کې بیا د اروپايي هېوادونو په پرتله سږ کال د روژې ورځې لنډې دي.

په ډنمارک کې مسلمانان هره ورځ نژدې ۲۱ ساعته روژه نیسي، خو په ارجنټاین کې بیا یوازې نهه نیمه ساعته روژه نیول کېږي.

د نړۍ د حساب او جغرافیوي نقشو پربنسټ، په ایسلنډ، سویډن او ناروې کې مسلمانان نژدې ۲۰ ساعته روژه نیسي، خو په بلجیم او هالنډ کې بیا د روژې ورځې ۱۸ ساعته اوږدې دي.

په استرالیا کې د روژې میاشت نژدې ۱۰ ساعته ده او د افریقا په جنوبي هېوادونو کې روژه نیم ساعت ډېره ده، خو برازیل کې تر ۱۱ ساعتونو پورې رسېږي او مکسیکو کې ۱۳ نیم ساعته روژه وي.

د بریتانیا پلازمېنه لندن کې روژه (د سهار د لمانځه له اذان نه پیل چې نژدې دوه بجې او پنځه څلوېښت دقیقې کېږي) او د ماښام تر اذان چې په نهو بجو او پنځلس دقیقو کېږي - پورې دوام لري.

په دې معنا چې په لندن او ورڅېرمه سیمو کې مسلمانان هره ورځ نژدې ۱۹ ساعته روژه نیسي او یوازې پنځه ساعته دوی خوراک او څښاک ته وخت لري. هلته هره ورځ ګهیځ رامخې ته کېږي او ماښام شاته کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د لندن نوي ښاروال صادق خان پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ''سږ کال به روژه اسانه نه وي... زه خپله ګهیځ تر هر بل شي د قهوې څښلو ته ترجیح ورکوم''.

څو اونۍ وړاندې بریتانیا کې تعلیمي بنسټونو اعلان وکړ، چې په ځینو مهمو پړاوونو کې به ازموینې د روژې میاشتې په درناوي په ځانګړو وختونو کې اخلي، چې په دې سره مسلمانو زده کوونکو ته اساني پیدا شي.

په بریتانیا کې د مسلمانانو شورا روژه تیانو ته یوه عامه لارښوونه خپره کړې، چې په ګرمۍ کې د ډېر وخت لپاره له کورونو بهر ونه ګرځي.

یاده شورا وايي، د بوزې په وخت کې باید مسلمانان ډېر څښاک او اوبلن څیزونه وخوري.

د لندن نوي ښاروال صادق خان پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ''سږ کال به روژه اسانه نه وي... زه خپله ګهیځ تر هر بل شي د قهوې څښلو ته ترجیح ورکوم''.

د انځور حقوق Getty

رمضان (د روژې میاشت)

  • رمضان یا (د روژې میاشت) د اسلامي کلیز پربنسټ نهمه میاشت ده چې مسلمانان پکې د سهار له اذان نه پیل د ماښام تر اذان پورې روژه نیسي. روژه معمولاً ۲۹ یا ۳۰ ورځې وي.
  • د مسلمانانو سپېڅلی کتاب قرآن کریم د روژې په میاشت کې د اسلام پر پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) نازل شوی دی.
  • روژه د اسلام له پنځو بناوو یوه بنا ده، چې پر هر بالغ، عاقل او روغ مسلمان فرض ده. په روژه کې له خوراک، څښاک او کورولو ډډه شوې ده.
  • د رمضان میاشتې په ختمېدو سره د (فطر اختر) یا کوچنی اختر وي، چې مسلمانان پکې روژه ماتوي او خوښۍ لمانځي.
د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق AP

ورته مطالب