د سوريې پر روغتون بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Reruters
Image caption تراوسه نه ده روښانه چې دا بريد چا کړی خو حکومتي ځواکونه غواړي په دغه سیمه ولکه ټينګه کړي

د سوريې په حلب ښار کې د بشار اسد حکومت د ياغيانو پر مرکزونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، د حلب ښار ختيځې سيمې الشعار کې له يوه روغتون سره نژدې بم پرېوتلی دی.

له دغو بريدونو وروسته خپاره شوي تصويرونه او ويډيوګانې ښيي چې خلک له نړېدلو ودانيو ټپيان او وژل شوي کسان وباسي.

تراوسه لا نه ده روښانه چې دغه هوايي بريدونه چا کړي، خو حکومتي ځواکونه هڅه کوي چې په دغه ښار يو ځل بيا ولکه ټينګه کړي.

د سوريې ولسمشر بشار اسد د سې شنبې په ورځ ويلي وو، چې د هېواد هره برخه به له ياغيانو پاکه کړي.

ولسمشر اسد په خپلو خبرو کې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ياغيانو تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی بللی و او ويلي يې وو چې "د ده خوبونه او هيلې به په حلب کې ښخې کړل شي".

د روان کال په اپريل مياشت کې په جينوا کې د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د سوريې نوي ټاکل شوي پارلمان ته د اسد لومړۍ وينا وه.

د انځور حقوق Reuters

د حلب ښار چې يو وخت د سوريې مهم صنعتي او سوداګريز ښار و، له ۲۰۱۲ کال راهيسې د حکومت او ياغيانو تر منځ وېشل شوی دی. حکومتي ځواکونو د ښار په لوېديځه برخه او ياغي ډلې پر ختيځه برخه واک لري.

په وروستيو مياشتو کې حکومتي ځواکونو د روسيې د هوايي ځواک له ملاتړ سره دغه ښار کلابند کړی او د ياغيانو اړيکه يې د ترکيې له دوو ښارونو سره پرې کړې ده.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي پر روغتون د بريد له امله په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

ورته مطالب