د هند "برلاسې" ډیپلوماسي او د پاکستان اندېښنې

د انځور حقوق GETTY
Image caption هند په نړېوال ډګر کې د مهم او ځواکمن دريځ خپلولو هڅه کوي.

د هند اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودي ښایي د خپل سلف په څېر ډېر اکاډمیک کس نه وي، خو د پیاوړي مدیریت خاوند بلل کېږي او له هغه مهاله چې نوموړی واک ته رسېدلی په نړیوال ډیپلوماتیک ډګر کې د هند ځلېدل د پام وړ دي .

د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د چابهار بندر درې اړخیز تړون، د افغان ـ هند دوستۍ (سلما) بند بشپړېدل، د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرو لپاره امریکا ته د ښاغلي مودي سفر او د کانګرس دواړو جرګو ته یې وینا په نړېواله ډیپلوماسۍ کې د هند پام وړ بریاوې بلل کېږي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې دغو پرمختیاو له افغانستان او امریکا سره د پاکستان ترینګلو اړیکو ته په پام د دغه هېواد د واکمنانو اندېښنه راپارولې او حالات په ځیرتیا څاري.

هند په نړېوال ډګر کې د مهم او ځواکمن دريځ خپلولو هڅه کوي.

څېړونکی او د آل اندیا راډیو پخوانی خبریال ثناء الله یوسفزی وایي لومړی وزیر مودي په یوهٔ ځانګړي ماموریت امریکا ته تللی او هغه د اټومي صادراتو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ملاتړ راماتول دي. "هند غواړي د اټومي بندیزونو پړاو په خوندیتوب تر شاه پرېږدي او په نړېوال ډګر کې ستر دریځ او رول خپل کړي. د ښاغلي مودي لوړه موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیتوب ته رسېدل دي."

هند د اټوم صادروونکو هېوادونو ټولنې غړیتوب لپاره غوښتنلیک د مې پر دولسمې سپارلی او وار له مخه یې د سویس د ولسمشر ملاتړ خپل کړی.

بل لوري ته "د توغندیز تکنالوژۍ کنټرول نظام" په نامه د اټومي وسلو خپراوي ضد یوې ټولنې هم دغه بنسټ کې د هند غړيتوب ته د هوکړې سر خوځولی، چې له دې سره به دغه هېواد ته د لوړې کچې توغندیزې تکنالوژۍ را نیولو لار پرانیستل شي.

هند ورو ورو د یوهٔ سیمه ییز لوی ځواک په توګه رادبره کېږي او ښاغلی مودي په دې تړاو نړېوالو ته د قناعت ورکولو هڅه کوي.

چابهار او د پاکستان اندېښنې

د انځور حقوق AFP
Image caption په پاکستان کې آن ځینې کړۍ چابهار کې د هند پراخ حضور خپل امنیت ته ګواښ هم بولي او هند سره د ولسمشر غني نژدې کېدل او د سلما بند پرانیسته په افغانستان کې د هند اغېز ډېرېدا نښه په ګوته کوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري په دې باور دی چې له چينه تر ګوادره به اقتصادي دهلیز جوړ شي خو د چابهار ترانزیتي تړون له امله به پاکستان ګوښی پاتې وي.

د پاکستان د دریو ګاونډیانو ترمنځ ترانزیتي تړون په دغه هېواد کې یو لړ پوښتنې رامنځته کړي، یوه دا چې آیا دغه اقدام به په سیمه کې پاکستان له اقتصادي پلوه ګوښی نه کړي؟

د پاکستان د چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري په دې باور دی چې له چينه تر ګوادره به اقتصادي دهلیز جوړ شي خو د چابهار ترانزیتي تړون له امله به پاکستان ګوښی پاتې وي.

په پاکستان کې آن ځینې کړۍ چابهار کې د هند پراخ حضور خپل امنیت ته ګواښ هم بولي او هند سره د ولسمشر غني نژدې کېدل او د سلما بند پرانیسته په افغانستان کې د هند اغېز ډېرېدا نښه په ګوته کوي.

ناسمې انګېرنې

خو په پاکستان کې افغان سفیر او د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر زاخیلوال وایي د اففانستان او هند اړیکو په تړاو پاکستان د ناسمو انګېرنو ښکار شوی.

نوموړي د پاکستان جیو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل:

"موږ د دغو ناسمو انګېرنو په تړاو چې د افغانستان او هند اړیکو په اړه پاکستان کې شته په بشپړ ډول هر راز ارزونې ته چمتو یو. خو په پاکستان کې دا باور دومره بنسټیز شوی چې د ځینو ناسمو انګېرنو سمونې ته هېڅ لیوالتیا نه لیدل کېږي. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د هند د ۱۵ یا ۱۶ قونسلګریو خبره کېږي، حال دا چې د هند له خپلواکۍ راهیسې یې په افغانستان کې د قونسلګریو شمېر یواځې څلور دی، خو دا ادعا بیا بیا تکرارېږي".

Image caption ښاغلی زاخیلوال وایي که دا سې یوه انګېرنه چې په یوه یا دوو ورځو کې یې ارزونه کېدای شي سمېږي نه، نو څومره به داسې ډېر نور مسایل وي؟

ښاغلی زاخیلوال وایي که دا سې یوه انګېرنه چې په یوه یا دوو ورځو کې یې ارزونه کېدای شي سمېږي نه، نو څومره به داسې ډېر نور مسایل وي؟

هند په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ له پرځېدا وروسته په د اټکل دوه میلیارد ډالرو په ارزښت لويې او وړې پروژې عملي کړي, چې ډېری یې اوس بشپړې شوي دي.