د محمد علي جنازې مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption محمد علي تېره جمعه د ۷۴ کلونو په عمر ومړ

په امریکا کې زرګونو کسانو د سوکوهنې د وتلي ستوري محمد علي په جنازه کې ګډون کړی.

نوموړي تېره اونۍ له نړۍ سترګې پټې کړې او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شي. د جنازې لمونځ یې په پلرني ښار لویيویل کې د خپلواکۍ په نامه تالار کې تر سره شو.

د نړۍ له لرو بره د ځینو هېواد-مشرانو په ګډون ګڼ کسان د ده درناوي ته ورغلي دي.

د نوموړي د کورنۍ د وياند په وينا، محمد علي له خپل مرګ څو کاله وړاندې د دوه ورځنۍ جنازې مراسم جوړول ترتيب کړي وو.

د محمد علي د جنازې د لمانځه امام، زيد شاکر وايي، محمد علي غوښتل چې د مسلمانانو د عقيدې له مخې خاورو ته وسپارل شي، ده غوښتل چې دا د ټولو لپاره د "پند يوه شېبه" وي.

مشهور سوک وهونکي محمد علي د تېرې جمعې په ورځ د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Getty
Image caption زرګونو کسانو د جنازې مراسمو او فاتحه کې ګډون وکړ

په ۱۹۶۱ کال کې د محمد علي د وروستۍ لوبې لپاره ۱۴ زره ټکټونه پلورل شوي وو او په لوی شمېر خلک د دغې لوبې ليدو ته ورغلي وو.

په دغو مراسمو کې ګډون کوونکي او پر تلويزيون لېدونکي مسلمانان وايي، هيله لري د دغې جنازې له امله امريکايان د اسلام سره پېژندګلوي پيدا کړي.

محمد علي په ۱۹۶۴ کال کې مسلمان شوی و او خپل نوم يې له کيسيس کلې څخه محمد علي ته اړولی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د محمد علي د جنازې په مراسمو کې د نړۍ ځينې مشران هم ګډون کوي

دغو مراسمو ته راغلی، ۲۵ کلن عبدالرافع وايي، دی محمد علي ته د مسلمانانو د سفير په سترګه ګوري.

د محمد علي د جنازې مراسمو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان او د اردن پاچا عبدالله هم ګډون کوي.

د جمعې په ورځ په ځايي وخت، د ګهیځ په نهو بجو به د محمد علي تابوت د لیوویل په کوڅو کې وګرځول شي او هغو تاریخي ځایونو ته به یووړل شي چې علي ته مهم وو".

وروسته به د محمد علي د جنازې مراسم د محفلونو په یوه لوی ځای او د سپورت په لوبغالي کې ترسره شي، چې بيا به د سيتي کېوهېل په هديره کې خاورو ته وسپارل شي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
د انځور حقوق GETTY IMAGES

ورته مطالب