د چين او پاکستان پرمختيايي پروژه کې د پښتنو "محرومي"

Image caption په پيل کې ټاکل شوې وه چې دغه لار به د پښتنو له سیمو تېرېږي خو بيا لار بدله شوه

د پاکستان او چین ترمنځ تېر کال د اقتصادي لارې د يوې پروژې پرانسته شوې وه، په هغه وخت کې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د دغې پروژې تر ټولو زیاته ګټه به د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو ته رسېږي.

خو اوس د دغې پرمختيايي پروژې کمېټه وايي د پاکستان مرکزي حکومت دغه پروژه له لوېديځې لارې ختيځې ته چپه کړې چې زیاته ګټه به يې د بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو پر ځای پنجاب ته رسېږي.

د ۲۰۱۵ عیسوي کال په اپرېل مياشت د پاکستان او چين د واکمنو تر منځ د ګوادر کاشغر اقتصادي لارې پروژې اعلان وشو چې همدا لار به د بلوچستان له ګوادر بندره د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو په ګډون د پښتونخوا له يو شمېر سیمو تېرېده او د چين تر کاشغره به رسېده.

خو اوس د پاکستان په سینيټ کې د ګوادرـ کاشغر لارې لپاره جوړه شوې کمېټه وايي، د پاکستان حکومت تراوسه پورې د دغې پروژې پر همدې لوېديځې لاره هېڅ کار نه دی پېل کړی.

د یادې کمېټۍ يوه غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سینيټر عثمان کاکړ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی به د سینيټ په راتلونکې غونډه کې هغه رپوټ وړاندې کړي چې په کې ویل شوي، د پاکستان مرکزي حکومت همدا لوېديځه لار بېخي نه جوړوي.

تر دې وړاندې د روان کال په پيل کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د بلوچستان په ژوب سیمه کې د يوه سړک پرانسته وکړه او هغه ته يې د ګوادرـ کاشغر د لوېديځې لارې د پرانستې نوم ورکړ.

خو له ښاغلي نوازشریف سره په همدې پرانیست غونډه کې ګډونوال ډېری سیاستوال اوس وايي، دا د ګوادرـ کاشغر اقتصادي لارې د غربي برخې پرانيسته نه، بلکې د يوه عادي سړک پرانیسته وه او لومړي وزیر ورسره کړې ژمنه نه ده پوره کړې.

هلته په پښتونخوا ایالت کې د پښتونخوا ولسي تحریک په نامه یو غورځنک د همدې لپاره پيل شوی چې د پاکستان پر مرکزي حکومت فشار راوړي، تر څو یاد حکومت د ختيځې لارې پر ځای لوېديځه لاره چې په کې د پښتنو او بلوڅو ګټه ده، ژر جوړه کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰۱۵ عیسوي کال په اپرېل مياشت د پاکستان او چين د واکمنو تر منځ د ګوادر کاشغر اقتصادي لارې پروژې اعلان وشو

د همدې غورځنګ له مشر ډاکټر سید عالم مسود څخه مو وپوښتل، ایا کوم ثبوت لري چې د پاکستان مرکزي حکومت لوېديځه لار نه جوړوي.

ډاکټر مسود يې په ځواب کې وویل "له موږ سره بېخي ډېر ثبوتونه دي چې له هغه معلومېږي چې د پاکستان واکمن دغه لار نه جوړوي. په دې کې که د تېر او روان کال د پاکستان بودیجو ته وګورې نو هر څه په کې څرګندېږي". د ډاکټر سید عالم مسود په خبره دغه اقتصادي لار اوس د پاکستان او چین ترمنځ نه، بلکې د "چین او لاهور" ترمنځ ده، ځکه چې ګټې يې ټولې لاهور ته رسېږي.

بلې خوا ته د پاکستاني سینيټ د مواصلاتو د کمېټې د مشر داود اڅکزي په مشرۍ یوې ډلې د همدې لوېديځې لارې څخه ليدنه کړې.

اڅکزي بي بي سي ته وویل، تراوسه په همدې لاره هېڅ کار پېل شوی نه دی.

د ویلو وړ ده چې د ګوادرـ کاشغر همدا اقتصادي لار چې د ۴۶ میلیارده ډالرو پروژه ده، د پاکستان واکمن يې د دغه هېواد د اقتصاد د ملا تير یادوي. خو د پښتونخوا او بلوچستان ډېری سیاستوال بیا همدې لارې ته د چين او پنجاب ترمنځ د لارې نوم ورکوي او هغه ځکه چې د دوی په خبره له دې لارې بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو ته هېڅ ګټه نه رسېږي.

بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او زیاتوي، له دې لارې به د پاکستان ټولو ایالتونو ته يو ډول ګټه رسېږي.

ورته مطالب