د امریکا نیوادا کې د 'بې پیلوټه ټکسي' ازموینه

Image caption سږ کال د لاس ویګاس الکترونیکي نندارتون پرمهال هم دغه "بې پیلوټه الوتونکې ټکسي" نندارې ته وړاندې شوې وه

د امریکا متحدو ایالتونو نیوادا ایالت کې د لومړي ځل لپاره د "بې پیلوټه" ټکسي ازمویلو ته چارواکو اجازه ورکړې ده.

دغه ټکسي چې ۱۸۴ نوم ورکړل شوی، د چین "ایهانج" په نامه شرکت د سپرلۍ لپاره جوړه کړې ده.

سږ کال د لاس ویګاس الکترونیکي نندارتون پرمهال هم دغه "بې پیلوټه الوتونکې ټکسي" نندارې ته وړاندې شوې وه او جوړوونکی شرکت یې تمه لري چې د روان کال په وروستیو کې خپل تولید خرڅلاو ته وړاندې کړي.

اوس کارپوهان پر دوو ډلو وېشلي چې ایا د بې پیلوټه ټکسي دا سیستم به د خلکو له خوا خوښ کړل شي که څنګه.

د امریکا نیوادا ایالت چارواکو د خپلسري سیستم په تړاو انستیتیوت ته ددغه بې پیلوټه ټکسي د ازمویلو اجازه ورکړې ده.

خو تر اوسه روښانه نه ده چې ایا د ازمویلو پرمهال به په دغه ټکسي کې څوک سپاره شي که نه.

د انستیتیوت د سوداګریزې پراختیا مشر مارک بارکر لاس ویګالس ریویو سیمه ییزې ورځپاڼې ته ویلي: "زه خپله نن د هغه وخت په تمه یم چې یوه ورځ به په نیوادا کې دغه الوتونکی ټکسي د لېږد رالېږد د سیستم یوه برخه وګرځي".

د یاد ټکسي اوږدوالی ۱٫۲ متره او وزن یې ۲۲۰ کیلوګرامه دی چې اته ماشینونه پکې ځای پرځای شوي. یو تن د ۲۳ دقیقو لپاره په یوه ساعت کې د ۹۶ کیلومترو په چټکۍ سره لېږدولی شي.

سپور پر یوه ۱۲ انچه او ۳۰ سانتیمتره ښیښې هغه ځای ټاکلی شي چې غواړي ټکسي یې هلته بوځي، د څوکۍ په مخ کې یو کمپیوټر هم دی. که چېرې په بېړني حالت کې ټکسي له کنټروله ووځي، سپور تن پکې هېڅ نه شي کولی.

که چېرې په الوتونکې ټکسي کې کومه ستونزه رامنځ ته شي، په ورڅېرمه نژدې سیمه کې ښکته کېدای شي.

په پام کې ده چې د ټکسي بیه د ۱۴۰ زرو پاونډو (چې ۲۰۰ زره ډالره کېږي) او ۲۰۰ زره پاونډو ترمنځ وټاکل شي.