امریکايي سندرغاړې کریسټینا ګریمي په ډزو وژل شوې

کریسټینا ګریمي د انځور حقوق AP
Image caption کریسټینا ګریمي په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

په امریکا کې د "غږ" تلوېزیوني خپرونې سیالي کوونکې سندغاړې کریسټینا ګریمي په اورلانډو کې تر یوه کانسرټ وروسته په ډزو ویشتل شوې چې د پولیسو په وینا د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

د فلوریډا پولیس وايي، یوه سړي پر کریسټینا داسې مهال ډزې وکړې چې نوموړې په لاسلیک بوخته وه.

برید کوونکی وروسته د ګریمي د ورور له خوا نیول شوی خو بیا یې پخپله هم ځان وژلی دی.

۲۲ کلنې کریسټینا ګریمي په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

په ۲۰۱۴ کال، ګریمي د (غږ) تلوېزیوني پروګرام شپږم پړاو بشپړ کړی و.

د اورلانډو پولیسو پر ټویټر لیکلي: "په ژورې خواشینۍ سره، موږ د ټپونو له کبله د کریسټینا ګریمي د مړینې خبر تاییدوو".

پولیس وايي، ګریمي د جمعې په ورځ په سیمه ییز وخت شاوخوا ۲۲ بجې او ۴۵ دقیقې د اورلانډو په (لایف پلازا) کې په ډزو وویشتل شوه.

که څه هم د برید کوونکي نوم نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کېږي چې دوې وسلې یې لرلې.

پولیس وايي د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

پر کریسټینا د برید خبر په خواله رسنیو کې ډېر ژر خپور او لاس په لاس شو.

ورته مطالب