له "اسلامي دولت" نه د لیبیا سرت بندر بېرته نیول شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومتي ځواکونو په جګړه کې له ټانکونو، توغندیو او توپونو ګټه واخیسته، خو په مقابل کې یې د "اسلامي دولت" جنګیالیو اتومات وسلې، ماینونه، سنایپر او هاوانونه وکارول.

د لیبیا امنیتي ځواکونه وايي، د بریتانوي او امریکايي پوځي سلاکارانو په همکارۍ یې له سختې جګړې وروسته د سرت ښار بندر له "اسلامي دولت" ډلې بېرته نیولی دی.

له عراق او سوریې بهر د لیبیا سرت ښار د "اسلامي دولت" ډلې لپاره تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېږي.

د لیبیا د ملي یووالي حکومت یوه پوځي ویاند ویاند دا په لیبیا کې پر دغې ډلې د بریا یو لوی پرمختګ ګڼلی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د برید جنرال محمد الغاسري له خولې ویلي، د داعش قومندانان له سرت نه د ښار لوېدیځې بېدیا ته تښتېدلي.

دی ټینګار کوي، بریتانیايي او امریکايي پوځي کارپوهانو د "اسلامي دولت" ضد جګړه کې د لیبیايي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د انځور حقوق Reuters

رپوټونه وايي، د مصراته ښار د جنګیالیو په ګډون د بېلابېلو ډلو جنګیالیو له څو ورځو راهیسې د سرت ښار مرکز شاوخوا په شاوخوا کې جګړه پیل کړې وه، چې بالاخره ددغې د داعش جنګیالي یې د سرت او مصراته ښار سمندرغاړو سیمو ته وشړل.

"د کوڅو جګړه"

رپوټونه وايي، د اټکل خلاف جګړه ژر پای ته ورسېده، خو د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالیو ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو او سنایپر بریدونو له کبله یې پرمختګ یوڅه ځنډنی شو.

یوه خبریال فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د جمعې په ورځ د کوڅو سخته جګړه وشوه.

حکومتي ځواکونو په جګړه کې له ټانکونو، توغندیو او توپونو ګټه واخیسته، خو په مقابل کې یې د "اسلامي دولت" جنګیالیو اتومات وسلې، ماینونه، سنایپر او هاوانونه وکارول.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب