واشنگټن پوسټ: "د يوه ځوان پوستکی ايستل ايا د طالبانو د ظلم يوه نوې نښه ده؟"

د انځور حقوق Getty

واشنګټن پوسټ

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د "يوه ځوان پوستکی ايستل آيا د طالبانو د ظلم يوه نوې نښه ده؟" تر سرليک لاندې ليکلي:

د افغانستان په غور ولايت کې چې زرگونه کاله زاړه قبايلي دودونه له طالب اورپکۍ سره په گډېدو دي، ادعا کېږي چې د فضل احمد په نامه يو ځوان په همدې توگه وژل شوى دى.

ورځپاڼه د ځايي چارواکو په وينا ليکي چې د فضل احمد پر يوه لېرې خپلوان د طالبانو د يوه پخواني قومندان د وژنې شک و. اورپکو تېر ډسمبر نوموړى له کوره وايست، او په غچ کې يې په چاړه ترې سترگې وايستې.

د ورځپاڼې په وينا احمد لا ژوندى و چې "اورپکو" يې له بدنه د پوستکي په جلا کولو پيل وکړ، او بالاخره يې له يوه گړنگه لاندې وغورځاوه.

طالبانو په دغه ناوړه پېښه کې چې د پايلې ويډيو او تصويرونه يې هم خپاره شوي، خپل لاس لرل رد کړي دي.

ورځپاڼه وايي د فضل احمد وژنه په څه د پاسه تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان په لر او بر کې د وژنو لړۍ وروستۍ پېښه ده، چې د هېښو شويو چارواکو په وينا ١٥ کلنۍ جگړې په زياتېدونکې توگه سخته بې رحمه بڼه خپله کړې.

واشنگټن پوسټ وايي ملگرو ملتونو، د بښنې نړېوالې ټولنې، او د افغانستان بشري حقونو خپلواکې ټولنې په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي دود سختېدو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې.

د انځور حقوق Reuters

نيويارک ټايمز:

دې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې له نوي طالب مشرتابه سره د القاعدې مشر د بيعت موضوع را اخيستې ده.

ورځپاڼه وايي ايمن الظواهري پر انټرنېټ د ١٤ قيقو اوږده وينا په خپرولو ويلي چې د القاعدې مشر په توگه د ده په وينا له اسلامي امارت سره خپل بيعت اعلانوي.

نيويارک ټايمز زياتوي چې د دغه غږيز پيغام کره والى لا نه دى تاييد شوى. د ورځپاڼې په وينا د اسامه بنلادن له وژل کېدو او د ځاى ناستي په توگه يې د ښاغلي الظواهري له اعلانېدو وروسته، د نړيوالو اسلامپالو د مشرتابه په برخه کې القاعدې ډېر ځاى "اسلامي دولت" نومې ډلې ته بايللى.

اکسپرس ټريبيون:

دغې ورځپاڼې په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د يوه قانوني پنډغالي څرنگوالي په تړاو مطلب خپور کړى، چې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي آر) له لوري يې ملاتړ کېږي.

ورځپاڼه وايي دغه پنډغالى په پلازمېنه اسلام آباد کې د ساينس او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون شاته پر شاړې ځمکې جوړ شوى.

پنډ غالي ته غځېدلې ټولې لارې اوومه دي او ورباندې آن يوه ونه هم نه تر سترگو کېږي.

ورځپاڼه وايي د "يو اېن اېچ سي آر" له ملا تړ سره په پنډغالي کې حالت ناوړه دى. ورځ کې يو ساعت اوبه لري، ماشومانو ته د رسمي زدکړې زمينه نه ده برابره شوې او يواځې په جومات کې زده کړې کوي، او روغتيايي اړينې آسانتياوي هم نه لري.

ورځپاڼه زياتوي د غه کډوال سړک غاړې ته د خپلو ناروغانو رسولو لپاره خرگاډي کاروي. ورځپاڼه وايي په پنډغالي کې له يو شمېر ماشومانو سره له خبرو وروسته په ډاگه شوه چې لسگونه دغه ماشومان خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره په بېلا بېلو سيمو کې خرڅلاو لپاره له خځلو توکي مومي.

خليج ټايمز:

خليج ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې د فلسطيني چارواکو له خولې ليکلي چې د دوى د ولکې په سيمه کې د کارگرو ماشومانو شمېر په تېرو پنځو کلونو کې دوه ځله ډېر شوى.

اوسمهال په دغه سيمه کې ٩٧٠٠ ماشومان چې عمرونه يې د ١٠ او ١٧ کلونو په منځ کې دي، په کار اخته دي.