''۱۲ لیبیايي بندیان له خوشي کېدو وروسته 'وژل' شوي''

د انځور حقوق Getty
Image caption د لیبیا یوې محکمې له 'الرویمي' زندان نه په مشروط ډول د دغو بندیانو د خوشي کېدو امر کړی و.

د لیبیا حکومت پلازمېنه طرابلس کې د هغو ۱۲ وژل شویو کسانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې، چې ویل کېږي له خوشي کېدو یوه ورځ وروسته وژل شوي دي. ویل کېږي دغه بندیان د تېرې جمعې په ورځ وژل شوي.

یوه ورځ وړاندې د لیبیا رسنیو د دغو بندیانو د خوشي کېدو په اړه رپوټونه ورکړي وو.

ویل کېږي دغه بندیان د لیبیا د مخکیني مشر معمر القذافي ملاتړي وو، چې په ۲۰۱۱ کال د قذافي د نظام پرمهال د نظام د مخالفینو د ربړونې او وژنې په تور نیول شوي وو.

د لیبیا یوې محکمې له 'الرویمي' زندان نه په مشروط ډول د دغو بندیانو د خوشي کېدو امر کړی و.

د لیبیا د لوی څارنوال دفتر ویلي، ټول بندیان په مرمیو ویشتل شوي و، خو د وژلو انګیزه یې لاهم ناڅرګنده ده.

د لیبیا چارواکي وايي، د زندان د ثبت معلومات یې ښيي چې بندیان د تېرې پنجشنبې په ورځ له خپلو کورنیو سره یوځای له زندان نه وتلي، خو دغه معلومات د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.

په مقابل کې، د لیبیا په ختیځ کې حکومت د زندان چارواکي له بندیانو نه په خلاصون تورنوي او وايي چې ''ناقانونه ډلې پر زندانونو واکمنې دي''.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازي مارټن کوپلر د وژنې دغه پېښه غندلې او د ''رڼې څېړنې'' غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي ''د خوشي شویو بندیانو د وژل کېدو په اړه مې ټکان خوړلی''.

په الرویمي زندان کې تر ۴۰۰ ډېر بندیان ساتل کېږي، چې پر ډېری یې د قذافي له نظام سره د خواخوږۍ تورونه دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په الرویمي زندان کې تر ۴۰۰ ډېر بندیان ساتل کېږي، چې پر ډېری یې د قذافي له نظام سره د خواخوږۍ تورونه دي.

د ۲۰۱۵ سپتمبر کې ''د بشري حقونو د څار سازمان'' په راپور کې د الرویمي زندان د ننه د ربړونې ګڼې پېښې راوړل شوې وې.

د لیبیا پر زندانونو تر ډېره په هېواد کې ګډې وسله والې ملېشې او د قضايي ارګان پولیس واکمن دي.

ورته مطالب