د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

سي بي سي شبکې د عمر متین دغه انځور خپور کړی د انځور حقوق CBC News
Image caption سي بي سي شبکې د عمر متین دغه انځور خپور کړی

د امریکا فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسخوښو په یوه شپني نڅاکلب د برید کوونکي عمر متین په اړه لومړني رپوټونه وايي، هغه یو متعصب او ژر په غوسه کېدونکی ځوان و.

په برید کې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل شول.

۲۹ کلن عمر متین افغاني الاصله امرکایی و، چې د پولیسو په وینا اوس څېړنې کوي، چې ایا نوموړي د ترهګریزې انګیزې له مخې دا برید کړی، یا دا چې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یې تړاو درلود.

د امریکا خبري رسنیو د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، متین د برید پرمهال له پولیسو سره تیلیفوني اړیکه نیولې او له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یې خپل ''بیعت'' اعلان کړی.

خو د نوموړي خپلوانو ویلي، عمر متین یو امنیتي کارکوونکی و، ډېر متدین هم نه و، خو له همجنسخوښو یې ډېره کرکه کوله او خپله مخکینۍ ښځه به یې تل وهله ډبوله.

د عمر متین پلار میر متین صدیق ویلي، زوی یې په وروستیو کې هغه مهال ډېر عصباني شو، کله به یې چې همجنسخوښي لیدل چې د میامي ښار پر واټونو یو بل ته تر غاړې شوي وو.

ښاغلی صدیق وايي ''موږ په میامي مرکز کې و، خلک موسیقۍ ته غوږ وو، ناڅاپه عمر دوه کسان ولیدل چې د خپلې ښځې او ماشوم په مخکې یو بل ته وردغاړې شول، د عمر غوسه راوپارېده''.

Image caption ۲۹ کلن عمر متین افغاني الاصله امرکایی و، چې د پولیسو په وینا اوس څېړنې کوي، چې ایا نوموړي د ترهګریزې انګیزې له مخې دا برید کړی، یا دا چې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره یې تړاو درلود.
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

دا د امریکا په ټول تاریخ کې د همجنسخوښو پر شپني نڅاکلب تر ټولو خونړی برید دی.

صدیق وايي: ''موږ هم ډېر ټکان وخوړ، خو دغه برید له دین سره هېڅ اړیکه نه لري''.

یوې بلې ورځپاڼې ته د عمر متین مخکینۍ ښځې - چې په ۲۰۱۱ کال یې پرېښې ده، ویلي، عمر ډېر غوسه ناک سړی و.

واشنګټن پوسټ ته د عمر دغې ښځې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي ''عمر جوړ انسان نه و، هغه به زه وهلم. کله به چې کور ته راغی، د معمولي خبرو پر سر به یې ووهلم''.

د دغې ښځې مور او پلار پر خپلې لور د مېړه د لاس پورته کولو پرضد اعتراض وکړ همدا وو، چې له عمر متین یې خلاصه او طلاقه کړه.

عمر متین د زلمیانو په یوه خوندي کور کې ساتونکی و او تومانچه یې هم لرله.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق REUTERS

عمر متین یو درې کلن زوی هم لري.

ویل کېږي عمر متین هېڅکله په هغه لیست کې نه و، چې د ''ترهګرۍ'' له کبله دې تر څارنې لاندې وي، خو د یوې بلې پېښې له کبله د لنډ وخت لپاره د پولیسو تر څارنې لاندې و.

د انځور حقوق CBS
Image caption عمر متین یو درې کلن زوی هم لري.

د اورلنډو برید کوونکی عمر متین څوک و؟

ورته مطالب