بریتانویانو څنګه یو میلیون هندیان پرېښودل چې له لوږې مړه شي

د انځور حقوق ALAMY
Image caption په ۱۸۸۵کې د هند د کاختۍ یولرغونی انځور (تصویر د عالمي)

د هند لپاره یوسخت دوبی

وچکالۍ او د سوزونکې تودوخې څپو په حیرانونکي ډول د هېواد ۳۳۰ میلیونه خلک اغېزمن کړي وو.

خو دا دوبی د یو لا ډېر وحشتناکه اقلیمي ناورین یا په ۱۸۶۶کې د اوریسا ایالت د قحطۍ ۱۵۰مه کلیزه هم ده.

نن ورځ ډېر خلک له دې قحطۍ خبر نه دي. حتی د هند د تاریخ په غټو کتابونو کې د دې قحطۍ ډېره یادونه نه ده شوې.

د دې قحطۍ د کلیزې د لمانځلو مراسم به ډېر لږ وي خو د اوریسا دغې قحطۍ په ختیځ هندوستان کې تر یو میلیون ډېر خلک ووژل.

د انځور حقوق Alamy
Image caption په هندوستان کې قحطي، ۱۹۰۰ کال (تصویر د عالمي)

په اوسني اوریسا ایالت کې چې د وچکالۍ او قحطۍ له امله له هرې بلې سیمي ډېر ځپل شوی و، له هرو دريو کسانو یو تن له منځه تللی و، د مړینې دا کچه د هغې قحطۍ د مړینې له کچې نه هم ډېره وه، چې په آیرلینډ کې رامنځته شوې وه او د کچالو د قحطۍ په نوم یادېږي.

د اوریسا قحطۍ د هند د سیاسي پېښو په لړکې هم یو مهم پړاو بلل کېږي چې د هند د بیوزلۍ په اړه يې د ملتپالنې بحثونه را وپاورول. د دغو بحثونو انګازې تراوسه پورې د وچکالې په اړه د بشري مرستو د هڅو په ترڅ کې احساسېږي.

"د بشري مرستو نه کول تر ټولو ښه مرسته وه"

قحطي د هند په نیمه وچه کې کومه نوې خبره نه وه، خو د بریتانوي استعماري واکمنۍ په راتلو سره قحطي لا نوره هم ډېره او مرګونې شوه.

هند یو وخت د ټوکرانو پیاوړی صنعت درلود، خو د ختیځ هند کمپنۍ د دې صنعت له وژلو سره مرسته وکړه، ورو ورو يې ډېر خلک د کرنې کارونو ته اړ کړل. دغه کار د هند اقتصاد تر ډېره حده پر موسمي مونسوني بارانونو باندې متکي کړ.

۱۵۰ کاله پخوا، د اوسنۍ وچکالۍ په شان، کمزوري موسمي بارانونه لومړۍ بدشګومه نښه وه.

د ۱۸۶۵ کال په وروستیو کې د کلکتې یوې ورځپاڼې، انګلیشمین، ولیکل : "موږ ويرېږو چې نوره دا خبره نشې پټېدای چې موږ د یوې عمومي قحطۍ په درشل کې یوو،"

هندي او بریتانوي مطبوعاتو د لوړېدونکو بیو، د غلودانو د زیرمو کمښت، او د بزګرانو د مایوسۍ په اړه راپورونه خپرول، چې بزګران نور نشي کولای وريجې رانیسي.

دغو ټولو راپورونو ونشوای کولای استعماري اداره د اړتیاوړ ګامونو پورته کولو ته وهڅوي.

د نولسمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې، عمومي اقتصادي مصلحت دا ګڼل کېده چې د قحطۍ په اړه د حکومت مداخلې ته اړتیا نشته او حتی کېدای شي مداخله د زیان سبب شي.

داسې فکر کېده چې بازار به په خپله یو مناسب انډول رامنځته کړي. د مالتوس د نظريې له مخې، طبیعت د اضافي خلکو د مړینې له لارې، د نفوس یا د وګړو د شمېر زیاتوالي ته ځواب وايي.

د انځور حقوق Other
Image caption په هند کې د ۱۹۰۰ کال د قحطۍ یو انځور (تصویر د عالمي)

دوه لسیزې وړاندې په آیرلینډ کې هم له دغه منطق څخه کار اخیستل شوی و، چې ویجاړونکې اغېزې يې درلودې، هغه وخت د بریتانيا حکومت تر ډېره حده دا پرېکړه کړې وه چې د بشري مرستو نه کول تر ټولو ښه مرسته ده.

د ۱۸۶۶کال په فبرورۍ کې، اوریسا ایالت ته د یو لنډ سفرپه ترڅ کې، سیسیل بیډن، د بنګال استعماري ګورنر (چې هغه وخت اوریسا هم په کې شامله وه)، همدغه شان یو دریځ غوره کړی و. هغه ویلي وو "د دغسې تقدیرې ناورینونو د مخنیوي یا کمښت په هکله حکومتونه ډېر څه نشي کولای،"

"ډیرې ناوخته، ډیرې ځنډڼۍ مرستې"

د غلودانو د لوړو بیو تنظیمول، په طبیعي اقتصادي قوانینو کې د بېځایه لاسوهنۍ په معنا بلل کېده. ګورنر وویل، "که زه دا کار وکړم، باید ځان د یوه بدماشه یا غله په شان وبولم." له دې امله، ښاغلي بیډن، په اوریسا کې خپل قحطۍ ځپلي اتباع پرېښودل او کلکتې ته راستون شو، او هلته د هغو بشري مرستو د هڅو په ځپلو باندې بوخت شو چې د ځینو خلکو په شخصي پيسو باندې پيل شوې وې.

د ۱۸۶۶ کال په مې کې، د اوریسا پر زیاتېدونکې ناورین باندې سترګې پټول نور ناشوني وو.

بریتانوي چارواکو د کټک په سیمه کې ولیدل چې عسکر او د پولیسو مامورین يې د لوږې سره مخ دي. د پیوري د سیمې پاتې خلکو د مړو د خښولو لپاره کندې کیندلې. یو څارونکي وویل "په څو میله ساحه کې د خلکو غږونه اورېدل کېدل چې د خوراک لپاره يې چیغې او نارې وهلې".

کله چې د خلکو د لوږې په اړه نور لړزونکي راپورنه کلکتې او لندن ته ورسېدل، ښاغلي بیډن یوه ځنډنۍ هڅه وکړه چې اوریسا ته وریجې واستوي. د وحشتناکې حیرانتیا وړ ده چې له حده زیاتو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله دا هڅې له خنډونو سره مخ شوې. بشري مرستې ډېرې کمې، ناوخته، او ډېرې ځنډنۍ وې.

د کلونو لپاره، د هندیانو یو زیاتېدونکي نسل، چې په لوېدیځ کې يې زده کړې کړې، ادعا کړې چې بریتانوي واکمنۍ هند ډېر بیوزلی کړی و. د اوریسا قحطۍ د دې نظريې یو څرګند ثبوب بلل کېږي. دا کار د دې سبب شو چې یو ملتپاله هندی، دا دا بهايي ناوروجي، خپل ټول ژوند د هند د بیوزلۍ په اړه پلټنوته ځانګړی کړي.

د انځور حقوق ALAMY
Image caption د هند د قحطۍ یو وروستی تصویر ( تصویر د عالمي)

په داسې حال کې چې د ۱۸۶۷ په لومړیو کې قحطي په کمېدو شوه، ښاغلي ناوروجي د خپلې نظريې چې د "تشولو نظريه" (Drain theory) نومېده، لومړۍ بڼه ولیکله- چې وايي بریتانیا د هند د وینو د زبېښلو له لارې خپل ځان شتمن کاوه.

هغه وویل "هغه وخت موږ د ژوند او مال امنیت درلوده، خو د یو نیم میلیون کسانو د ژوند له منځه تلل په حیرانونکي ډول ښيي چې دغه ساتل شوی ژوند او مال څومره ارزښت درلوده."

بې تفاوته ځواب

د ښاغلي ناوروجي د خبرې موخه ساده او روښانه وه. هند د لوږې ځپلو خلکو د خوراک لپاره کافي زیرمې درلودې- ولې حکومت هغوی پرېښودل چې مړه شي؟

ناوروجي وايي په داسې حال کې چې د اوریسا ډله ډله خلک په ۱۸۶۶کال کې له لوږې مړه کېدل، هند څه باندې ۲۰۰ ميلیونه ټنه وریجې بریتانیا ته صادرولې. هغه، د قحطۍ د نورو کلونو په ترڅ کې هم د دغه ډول ګڼو صادراتو بېلګې موندلې وې. هغه وویل "خدایه، دا به څه وخت پای ته رسېږي؟"

خو دا ژر پای ته و نه رسېدې. په ۱۸۶۹ او ۱۸۷۴ کې بیا قحطي راغله. د ۱۹۷۶ او ۱۹۷۸ په منځ کې، د مدراس د قحطۍ په ترڅ کې، ۴-۵ ميلیونه خلک هغه مهال له منځه ولاړل چې د هند وایسرا، لارډ لیټن، د آیرلینډ او اوریسا د تېرو قحطيو په شان، لاس تر زنې کیناست او د بې تفاوتۍ تګلاره يې غوره کړه.

تر ۱۹۰۱ پورې، یو بل هندي مخکښ ملتپال، رامیش چندر ډټ، د ۱۸۶۰ کلونو راهیسې د ۱۰ سترو قحطيو فهرست جوړ کړ، او د مړینو ټول شمېر يې ۱۵ میلیونه وښود. هندیان ډېر بېوزلي وو- او حکومت په خپل ځواب کې ډېر بې تفاوته پاتې و- هغه وايي "د وچکالۍ هر کال د قحطۍ کال و."

د انځور حقوق ALAMY
Image caption په یوې قحطۍ ځپلې سیمه کې د هند د یوه کلي وروستی انځور ( تصویر د عالمي)

اوس یو شتمن هند چې پر کرنې ډېر متکي نه دی، کولای شي ځان ډاډه کړي چې هغسې حالت به بیا نه راځي. خو ډیرې ستونزې لا پاتې دي: په دې وروستیو کې د هند سترې محکمې د هند ځینې ایالتي حکومتونه له دې امله وترټل چې د اوسنۍ وچکالۍ په اړه يې په اصطلاح د "اوښ مارغه په شان رویه" غوره کړې.[ سر په شګو کې خښوي او د خپل چاپېریال پر واقعیتونو سترګې پټوي].

له همدې امله، ډېره مهمه ده چې نن ورځ هم د اوریسا قحطي هېره نه شي. دغې بشري ناورین او نور چې ورپسې راغلل، هندیان د بریتانوي استعماري واکمنۍ پر ضد مبارزې ته وهڅول.

هغسې چې د هند سترې محکمې په خپل حکم کې ویلي، د هغو میلیونو هندیانو چې ۱۵۰ کاله پخوا له منځه تللي د یادولو تر ټولو ښه لاره به داوي چې د وچکالۍ په اړه یوه پیاوړې ملي تګلاره جوړه او عملي شي.