اوباما د اورلنډو له برید وروسته د ټرمپ څرګندونې وغندلې

اوباما د انځور حقوق Getty
Image caption اوباما د ټرمپ خبرې د امریکا ملي امنیت، مذهبي ازادۍ او دیني تنوع ته "خطرناک" ګواښ ګڼلی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې شنبې ورځې اورلنډو د همجنسبازانو پر شپني نڅاکلب تر برید وروسته د ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې او وايي چې دا خبرې د امریکا د تاریخ شرموونکې شېبې رایادوي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او هیله من ډونالډ ټرمپ په غبرګون کې ویلي ښاغلی اوباما "تر ډېره دده له کبله په غوسه دی" نه دا چې یوه برید کوونکي ۴۹ کسان ووژل.

پر همدې مهال، د امریکا د کانګرس مشر پل رایان هم د مسلمانانو په تړاو د ټرمپ پر څرګندونو نیوکه کړې ده.

ټرمپ د همجنسبازانو پر شپني نڅاکلب له برید وروسته یوځل بیا امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي په تړاو خبرې کړې او اوباما یې له سخت دریځو ډلو سره په مبارزه کې په کمزورۍ تورن کړی.

خو اوباما د ټرمپ خبرې د امریکا ملي امنیت، مذهبي ازادۍ او دیني تنوع ته "خطرناک" ګواښ ګڼلی دی.

نوموړي له جمهوریپالو غوښتي چې ټرمپ وغندي: "دا خبرې به تر کله دوام کوي؟ ایا په پام کې ده چې له ټولو مسلمانانو سره په بل ډول رویه وکړو؟ ایا پر هغوی ځانګړې څارنه وکړو؟ ایا د مسلمانانو د مذهب له کبله له دوی سره توپیري چلند وکړو؟... ایا جمهوریپال د ټرمپ له دا ډول خبرو سره یوه خوله دي؟".

اوباما د سې شنبې په ورځ وویل: "دا هغه امریکایی نه دی چې موږ یې غواړو. دا زموږ د دیموکراټیکو هیلو پوره کوونکی نه دی".

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق EPA

ده دا هم ویلي: "د ټرمپ لړزانده او ناولې ژبه د مذهبي لږکیو پرضد د توپیري چلند لپاره لاره هواروي. زموږ تاریخ کې داسې ورځې وې چې په وېره کې مو ژوند کاوه او بیا پېښمانه شوو. موږ شاهدان وو چې دولت زموږ له وګړو سره ناوړه چلند کاوه چې دا زموږ د تاریخ شرموونکې برخه ده".

ښاغلي ټرمپ ویلي، که امریکا له مسلمانانو سره بېل چلند وکړي، یوازې د لوېدیځ او اسلامي نړۍ ترمنځ به د لا نور درز او د امنیت د کمېدو لامل شي. دی وايي، د امریکا بنسټ پر مذهبي ازادۍ اېښودل شوی او د "مذهب ازمویلو" له لاې د افرادو ارزونه د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې عمل دی.

اوباما ویلي، امریکا کې وروستی خونړی برید د هغو کسانو له خوا شوی چې امریکا کې زیږېدلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ ویلي، که امریکا له مسلمانانو سره بېل چلند وکړي، یوازې د لوېدیځ او اسلامي نړۍ ترمنځ به د لا نور درز او د امنیت د کمېدو لامل شي.

د اورلنډو برید کوونکی عمر متین په نیویارک کې زیږېدلی. پلار او مور یې ۳۰ کاله وړاندې له افغانستان نه امریکا ته کډه شوي.

د پل رایان نیوکه

د امریکا جمهوریپال ګوند ځینو غړو هم دټرمپ پر څرګندونو نیوکې کړې. په مشرانو جرګه کې د جمهوریپال ګوند مشر پل رایان د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د مسلمانانو د راتګ د مخنیوي غوښتنه د امریکا په ګټه نه ده او د جمهوریپال ګوند له اصولو سره اړخ نه لګوي.

ورته مطالب